Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان: د افغان کډوالو اېستلو پرېکړه له ټي.ټي.پي سره تړاو نه لري

پاکستان: د افغان کډوالو اېستلو پرېکړه له ټي.ټي.پي سره تړاو نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/08

له پاکستانه په بېړني ډول د نږدې دوه میلیونه غیرقانوني افغان کډوالو پرېکړې د عامو افغانانو سربېره د افغان چارواکو له تندو غبرګونونو وروسته، تازه د هند (اې.اېن.آی) نیوز  د پاکستان د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې لیکلي چې دغه پرېکړه د (ټي.ټي.پي) له مسلې سره هېڅ تړاو نه لري.

د پاکستان دغه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په صورت کې ویلي، پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو څخه د فشار د الې په توګه کار نه دی اخېستی بلکې د خپلو اړتیاوو او اقتصادي شرایطو ته په کتو یې دغه پرېکړه کړې.

د پاکستان دغه لوړ پوړي چارواکي ویلي:« زه په خپل ټول اختیار سره دا ویلی شم، چې د کډوالو مسئله د (ټي.ټي.پي) له قضیې سره هېڅ تړاو نه لري. په افغانستان کې اوس دا باور دی، چې موږ د کډوالو له مسئلې پر افغان حکومت د فشار د الې په توګه کار اخلو؛ چې دا سمه نه ده. پاکستان په خپله له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی، په داسې حال کې موږ نه شو کولی د ناقانونه افغان کډوالو بار ته اوږه ورکړو.»

یاد چارواکي د پاکستان پر پرېکړې د افغان چارواکو غبرګونونو ته په ځواب کې له سرپرست حکومت غوښتي چې خپلې اندېښنې د رسنیو له لارې نه بلکې د ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې شریکې کړي.

دغه پاکستاني لوړ پوړي چارواکي زیاته کړې:« له موږ سره هم د افغان چارواکو په تړاو ګڼې مسئلې دي؛ خو موږ تل د ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې یې د حل غوښتنه کړې. که افغان حکومت ورته اندېښنې لري؛ نو د بیانیو د ورکولو پر ځای دې له موږ سره شریکې کړي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي له شمشاد سره په مرکې ویلي، پاکستاني لوري د کډوالو د اېستلو پرېکړه د افغان حکومت له همغږۍ او مشورې پرته په یو اړخیز ډول ترسره کړې.

خو د ژمي موسم له نږدې کېدو او په یوازې ډول د ګڼ شمېر افغان کډوالو اېستلو د عامو افغانانو په ذهنونو کې د پاکستان د دغې پرېکړې په تړاو ګڼې پوښتنې راټوکولي.

 د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان تل د افغان حکومتونو پر وړاندې خپلې پخوانۍ تربګنۍ او عقدې پاللي او دې موخې ته د رسېدا لپاره یې هېڅ فرصت له لاسته نه دی ورکړی چې یوه بېلګه یې له افغان کډوالو سره ترسره شوی چلن دی.

د سیاسي چارو شنونکی  عزیز معارج  وايي:« اوس وايي، چې په دې کې (ټي.ټي.پي) او نور اهداف نه شته دي. دا هم تر یوه بریده پورې سم وايي، ځکه دلته لوی اهداف دي، په دې کې د غربي هېوادونو لاس دی. دلته نور پروګرامونه دي، غواړي کډوال هم راوباسي او د کډوالو ترڅنګ نور کسان راولي او افغانستان کې یې ځای پر ځای کړي  او افغانستان ناامنه کړي  او دا ناامني مرکزي اسیا او روسیې او نورو ځایونو ته یوسي ، دې کې پاکستان لویه پروژه لري، ځکه پاکستان داسې یوه کړنه ترسره کړه. د پاکستانیانو د خپلو ګټو لپاره هر ډول کړنې چې وغواړي ترسره کوي یې.»

شنونکي په دې باور دي چې  د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو په داسې سختو شرایطو کې د افغان کډوالو له اېستلو وروسته د هر احتمالي ناوړه بشري حالت رامنځته کېدلو اصلي مسوولیت پاکستاني لوري ته ورګرځي.

غوښتنې دا دي، که پاکستان په رېښتوني ډول له دې قضیې د سیاسي موخې په توګه کار نه اخلي نو باید د افغان کډوالو اېستلو لړۍ ودروي او له افغان کډوالو سره روان بد وضعیت ته دې د پای ټکی کېږدي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist