Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران له افغانستان سره د اوبو مديريت برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

ایران له افغانستان سره د اوبو مديريت برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/08

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ ایران ته تللي پلاوي د دغه هېواد د کورنيو چارو، کرنې او د انرژۍ له وزيرانو سره کتلي دي.

د رياست الوزرا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په د دغه لېدنه کې دواړو لورو د اوبو مدیریت، د برښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې، د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې همکارۍ په رامنځته کولو خبرې اترې کړي.

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملاعبدالغني برادر ویلي:« وروستیو وچکالیو د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان د اوبو پر سرچینو بد اغېز کړی، چې له امله یې د ځمکې سر او تر ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ کمه شوې ده. څه موده وړاندې د ایران تخنیکي هیئت د هلمند له سیند څخه لیدنه وکړه، دوی دا ومنله چې د هلمند سیند اوبه له خپلې کچې څو برابره کمې شوي دي او د اسلامي امارت دریځ په دې برخه کې پر ځای دی.»

همدارنګه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ایراني لوري غوښتي، چې له افغانستان سره دې په کور دننه د بادي، اوبیزي او لمریزې برښنا د تولید په برخه کې پر همکارۍ سربېره په ياده برخه کې پانګونه وکړي.

برادر زیاته کړې:« افغانستان چې تازه له جګړو را وتلی د اوبیزې، بادي، لمریزې، ډبرو سکرو برښنا د تولید په برخه کې پرېمانه سرچینې لري، چې په استفادې سره به یې په کوردننه د برښنا کمښت ستونزه حل او صنعت به ورسره د پام وړ وده وکړي. موږ له تاسې غواړو چې د برښنا د توليد په برخه کې له موږ سره همکاري وکړئ.»

د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان ويلي، هېواد يې چمتو دی چې له افغانستان سره د وچکالۍ مخنيوي پر وړاندې د ګډې مبارز ترڅنګ د اوبو مدیريت په بر خه کې اړین اقدامات وکړي.

 

محرابیان زیاته کړې:« موږ د ایران او افغانستان له لوري د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې، په افغانستان کې د برښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې او د اوبو سم مدیریت او استفادې په برخه کې همکارۍ ته ژمن يو.»

د دې لېدنو پر دوام د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د ایران له کورنيو چارو وزیر سره کتلي او له  نوموړي يې غوښتې، چې په دغه هېواد کې د بېلابېلو جرمونو په تور افغان بندیان خوشيې او سرپرست حکومت ته يې وسپاري.

د ایران کورنيو چارو وزیر وحيد احمدي ویلي:«د سرحدونو پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ بازار، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه، د سرحدي پوستو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ټرانزېټ پراختیا او په سرحدي سیمو کې د دواړو هېوادونو د وګړو د ژوند ښه والی د ایران لومړیتوب دی.»

بل لور ته د دې هېواد د کرنې وزیر علي نيکبخت سره هم افغان پلاوي لېدلي او په افغانستان کې يې د کرنې پر ميکانېزه کولو، د کوکنارو د بدیلو کښتونو په برخه کې پر مرستې، د اساسي کرنیزو محصولاتو او میوه لرونکو ونو د کښت د پراختیا په برخه کې پر پانګونې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې ظرفیت لوړونې، کرنیزو توکو ته د بازارموندنې په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو پر جوړولو بحث شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist