Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې یو خیریه بنسټ له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو لپاره ۷۰ کورونه جوړوي

ننګرهار کې یو خیریه بنسټ له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو لپاره ۷۰ کورونه جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/07

تورخم ښارګوټي ته څېرمه د لعلپورې ولسوالۍ په مېشت بنډغالي کې د یوه خصوصي خیریه بڼسټ پر مالي ملاتړ له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ۷۰ کورونو ، یوه جومات، پاکو اوبو رسولو شبکې، کلينک او ښوونځي جوړلو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د قمر خیریه بنسټ استازی الماس مومند وايي، دا کورونه بې سرپنا هېوادوالو لپاره جوړیږي، چې پر هر کور ۲۲۰۰ امریکايي ډالره لګښت راځي.

مومند زیاته کړې:« دا یو بېړنی حالت دی، په یوه کور کې یوه خونه، یو تشناب، یوه اشپزخانه او ورسره یو څه چاردیوالي ده. انجنیرانو مو هم خپل دي، ټول وسایل مو خپل دي، نو پر یوه کور شااوخوا ۲۲۰۰ ډالر لګښت راځي.»

اخوا کډوال بیا وايي، خوښ دي چې لومړنیو مرستو سربېره ورته دایمي خدمات هم ترسره کیږي.

په ورته وخت کې دوی له سرپرست حکومته غواړي، چې کاري زمینې ورته برابرې کړي.

له پاکستانه راستون شوی یو تن افغان کډوال وايي:« ځای مو نشته ، کور مو نشته، سرپنا نه لرو او ژوند مو ډېر سخت دی. نو موږ له دولته دا غوښتنه کوو چې یو ځای راکړي او د کار زمینه راته برابره کړي.»

د ننګرهار ولایت کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي، اسلامي امارت په پلان کې لري، د ټولو هغوی کډوالو لپاره چې تازه راستانه شوي او سرپنا نه لري ورته به اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د چارواکو د مالوماتو له مخې، پاکستان کې غیر قانوني کډوالو ته د ټاکل شوي ضرب الاجل له پای ته رسېد راهسې تر دې دمه د تورخم له لارې شااوخوا ۵۰ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوي او ډېری یې خپلو اصلي مېنو ته ګرځېدلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist