Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: افغانستان کې د نشه يي توکو کښت کې ۹۵ سلنه کمښت راغلی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د نشه يي توکو کښت کې ۹۵ سلنه کمښت راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/07

د ملګرو ملتونو د جرمنو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (یو.اېن.او.ډي.سي) په يوه راپور کې ويلي، په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکیلې په ټولو ډولونو کې په غټه کچه کمښ راغلی او پر ځای یې غنم، زعفران او نور کښتونه زیات شوي دي.

یادې ادارې په افغانستان کې د نشه يي توکو بازار او کرکیله چې په سیمه‌يیزه او نړیواله کچه ستر زیانونه رامنځته کوي، د بندولو ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د سرپرست حکومت فعالیتونه ستایلي دي.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې اجرائیوي مشره غدا ولي وايي:« په ۲۰۲۳ کال کې زموږ نوې سروې دا په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې نشه يي توکي ۹۵ سلنه کم شوي او دا نشه يي توکو د بازار په له منځه وړلو کې مثبت ګام دی، خو په بدیل کې بزګرانو ته باید  د کښت لپاره قانوني او مجوز تخمونه ورکړل شي.»

په راپور کې دا هم راغلي چې د نشه يي توګو د سوداګرو په عوایدو کې هم د پام وړ بدلون راغلی، چې تېرکال دا کچه ۳۶۰ میلیونه ډالر وه، خو سږ کال  ۱۱۰میلیونه ډالرو ته راښکته شوې.

د راپور پر بنسټ، ډېر کوکنار سږ کال په کندهار او بدخشان کې کرل شوي چې د ټولې کرکیلې ۵۰ سلنه جوړوي.

خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او پروسيس ټيټې کچې ته په کتو، د ملګرو ملتونو د يادې ادارې موندنې د حقايقو پر بنسټ دي او دا د دې ادارې غوښتنه وه  او سرپرست حکومت دې په دې برخه کې بزګرانو ته بدیل کښتونه برابر کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د نشه يي توکو کمښت یا لمنځه وړل له افغان دولته د نړیوالو او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان غوښتنه وه. دا اوس دوی په خپله وايي او اقرار کوي چې د راپور له مخې،  ۹۵ سلنه نشه يي توکو کښت کم شوی، دا ډېره لویه شمېره ده. نو نړیوال باید اوس له بزګرانو سره په بدیل کار وکړي او دوی ( بزګرانو) لپاره باید نورې مرستې وکړي. که چېرې دا مرستې ونه شي او بزګران بېکاره پاتې شي نو په هغه صورت کې کېدی شي دویم ځل د نشه يي توکو کښت ته مخه وکړي. نو بیا به یې مسوولیت خپله د ملګرو ملتونو پرغاړه وي.»

د سرپرست حکومت چارواکي بيا له ياد راپور هرکلی کوي او وايي، نړیوالو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې مرسته نه ده کړې او زياتوي، چې سرپرست حکومت په خپل توان د يادو توکو د کښمت مخنيوي په بدل کې له بزګرانو سره مرسته کړې.

 د نشه يي توکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د تېر ۲۰۲۲ کال په راپور کې راغلي وو، چې افغانستان د نړۍ ۸۰ سلنه نشه يي توکي تولیدوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist