د ملګرو ملتونو په هغه راپور کې، چې د خوړو نړیوالو پروګرام او د خوړو او کرنې نړيوالې ادارې له لوری پر کډه چمتو شوی ويلي، سره له دې چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو په پرتله د خوراکي توکو بیې ټېټې شوې، خو خلک بیا هم د ناوړه اقتصادي حالت له امله د توکو د اخېستلو توان نه لري.
راپور کې دوامداره جګړه، بې روزګاري او وچکالي هغه لوی عوامل بلل شوي، چې افغانستان یې له اقتصادي پلوه ناوړه وضعيت سره مخ کړی.
د راپور یوه برخه:« شخړې، اقلیمي ناورینونه او اقتصادي کړکیچونه هغه لاملونه دي، چې د افغانستان په ګډون یې په اتو نورو هېوادونو کې خوراکي ناخوندیتوب رامنځته کړی.»
په راپور کې ویل شوي چې د بودیجې کمښت له امله نشي کولې ټولو اړمنو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي.
د راپور یوه برخه:« په افغانستان کې د پام وړ ۱۰ میلیونه خلک د بودیجې د لوی کمښت له امله د ژوند ژغورنې له مرستو بې برخې شوي. که مرستې ونه شي وضعیت به نور هم کړکېچن شي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا د ورته سازمانونو اندیښنې او له افغانستان سره د دوی مرستې اړینې ګڼي خو ټینګار پر دوامداره مرستو او د وېش لپاره يې د يوه ځانګړي میکانېزم پر رامنځته کولو ټینګار کوي.
د ملګرو ملتونو یاد راپور په داسې حال کې خپریږي چې تازه له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو د لاسنيوي لپاره، د نړيوالو له لوري د مرستو پر زياتوالي ټينګار شوی دی.