Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: پاکستان له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کوي

عباس ستانکزی: د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو کې تر ټولو لوی خنډ امریکا ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/07

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې تر ټولو لوی خنډ امریکا ده.

ستانکزي ویلي، امریکا نورو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي، چې په دې برخه کې اقدام وکړي او نه یې هم خپله د عمل ابتکار کړی.

هغه زیاته کړې:« امریکا اوس هم په ټوله نړۍ باندې له سیاسي، اقتصادي، نظامي او فرهنګي پلوه اثر لري، نوره نړۍ نه شي چې له امریکا بغیر په خپلواکه توګه زموږ په اړه پالیسي غوره کړي. البته   امریکا ته به ګوري. هېله مو دا ده، چې امریکا هم ژر دا حقیقت درک کړي.»

عباس ستانکزی وایي، حکومت  یې ټول ګډونه دی او له سیمې او نړۍ غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د نوموړي په خبره، حکومت هڅه کوي چې په خپل جوړښت کې ټولو اقوامو ته ونډه ورکړي او له نړۍ غواړي، چې افغانستان ته دې د حکومتولۍ بدیلې نسخې نه وړاندې کوي.

ستانکزی زیاتوي:« هېڅ هېواد ته نه دي ویلي چې ستاسو حکومت ټولګډونه نه دی، ستاسو حکومت کې د ښځو حقوق تلف شوي. نو موږ نورو هېوادونو ته هم دا حق نه ورکوو چې په کارونو کې مو لاسوهنه وکړي. دا زموږ خپله ستونزه ده، دا زموږ خپله خبره ده. نو که داسې وي، دا خو یو سیاسي اړخ لري، ځینې هېوادونه په دې نوم باندې چې خپلې ستونزې یا کومې منافع چې دوی لري، له بلې لاره ورته لاره نه  شي پيدا کولی د فشار په واسطه یې کوي. یو فشار همدا دی چې ټوله نړۍ وايي، چې افغانستان کې ټولګډونه حکومت نه شته دی.»

ستانکزی همدا راز وایي، د دوحې هوکړې ټول موارد یې عملي کړي او امریکا د یادې هوکړې برخلاف، پر ژمنه شویو مواردو عمل نه دی کړی او د افغانستان هوایي حریم یې نقض کړی دی.

واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو شاوخوا دوه نیم کاله تېرېږي، خو تر اوسه يې سرپرست حکومت د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه ‌دی پېژندل شوی.

په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل، د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار حقونه او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د رسمېت پېژندنې لپاره هغه شرایط دي، چې د نړیوالو په باور لا تر اوسه کابل نه‌دي عملي کړي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist