ايراني چارواکو د رياست الوزرا له اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند سره په کتنه کې ويلي، چې ایران له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراختیا ته لېواله دی او غواړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراخولو او د دواړو هېوادونو د ملتونو هوساینې لپاره پر ګډه د لارې نقشه جوړه کړي.
د ایران ولسمشر مرستیال محمد مخبر وايي:« ایران له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخولو ته لېواله دی او غواړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراخولو او د دواړو هېوادونو د ملتونو هوساینې لپاره پر کډه د لارې نقشه جوړه کړي. دواړه هېوادونه باید پر ګډه د شویو ژمنو عملي کولو ته ژمن واوسي، پر ګډه د چاپېریال ساتنې او په ځانګړي ډول د وچکالۍ او اوبو مدیریت په اړه کار وکړي. ایران چمتو دی چې له چابهار بندر څخه د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.»
په دې کتنه کې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند ایران او افغانستان دوه ښه اقتصادي شريکان بللي او د دې موخې ترلاسه کولو لپاره يې د ګډې همکارۍ په رامنځته کولو ټينګار کړی دی.
هغه زیاته کړې:« افغانستان او ایران خپل ستراتیژیک موقعیت ته په کتو سره دوه ښه اقتصادي شریکان جوړېدی شي او اړتیا ده، چې د دې موخې ترلاسه کولو لپاره دوه اړخیزې همکارۍ لا زیاتې او تخنیکي ټیمونه پر ګډه سره کار وکړي.»
ملا عبدالغني برادر اخوند دغه رزا ويلي، افغانستان چمتو دی چې د چابهار او بندر عباس بندرونو له لارې له هېوادونو سره د سوداګرۍ کچه د پخوا پرتله لوړه کړي.
هغه زیاته کړې:« افغانستان لېواله دی، چې د ایران د ترانزیټي لارو په وسيله خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د چابهار او بندر عباس بندرونو له ظرفیتونو څخه د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره ډېره ګټه پورته کړي.»
د دې کتنو پر دوام د د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د ایران له بهرنيو چارو وزیر سره د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو غږیدلی چې ایراني لوري د افغان کډوالو د ستونزو د حل ډاډ ورکړی.
د ایران د بهرنيو چارو وزیر حسېن امیر عبدالهيان ویلي:« د ایران اسلامي جمهوریت د افغان وروڼو او خویندو د کوربهتوب لپاره ډیېرې هڅې کړې دي، خو بیا هم د مختلفو شرایطو په پام کې نیولو سره د کډوالو په اړه پر مسلسلو ستونزو سربېره، دا اړینه ده چې د کډوالۍ موضوع او اړوند مسایل او ستونزې د ګډې همکارۍ له لارې پلان او اداره شي.»
عبدالهیان په دې ناسته کې يو ځل بیا د ایران هېواد د اوبو د حق په ورکړې ټينګار کړی او ويلي دي چې د ابوو مسلې حسياست د سيمي پر چاپیريال مستقيمې اغیزې لري.
هغه زیاته کړې:« د اوبو مسله او د ایران د اسلامی جمهوریت د حقوقو تامینول ډېر مهم دي او موږ ټینګار کوو، چې د اوبو د مسئلې حساسیت او د سیمې پر چاپېریال او ژوند باندې مستقیمې اغیزې لري. زموږ خلک له حکومت غواړي، چې د ایران حقونو خوندیتوب ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د شنبې په ورځ د ایران په بلنه ياد هېواد ته په رسمي سفر تللی چې تر دې دمه يې د کډو همکاريو د کمېسیون د لومړۍ ناسته کې د ګډون ترڅنګ د ایران بهرنيو چار له وزیر،د ولسمشر ځانګړي سلاکار او دغه راز د ملي امنيت د شورا له مشر علي اکبر سره کتلي دي.