د پاکستان له لورې پر زور د افغان کډوالو اېستلو په اړه د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزی د پاکستان دغه عمل ناعادلانه او یو طرفه بولي او په خبره یې دا ډول ناوړه چلن د کډوالۍ نړیوالو نورمونو او اصولو خلاف دی.
ستانکزی د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان پریکړه غندي او له يادو کډوالو سره د ناوړه چلن دوام د دواړو هېوادونو د اړيکو پر زیان بولي.
ستانکزی زیاتوي:«دا یو طرفه پرېکړه موږ ته د منلو نه وه او موږ یې پر کلکه غندو او په دغسې وخت کې چې په افغانستان کې هوا مخ په سړېدو ده، دوی افغانان پر زوره وباسي. دا یو طرفه پریکړه ده او له موږ سره یې په دې اړه هېڅ مشوره نه ده کړې. البته دوی به خپل دلایل ورته لري.»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د پاکستان پر امنیتي ادارو نیوکه کوي، چې ګواکې له افغان کډوالو سره غیرانساني چلن کوي، خو ګواښ کوي چې نور دې د افغانستان حکومت صبر نه ازمايي.
هغه زیاته کړې:« دا یوه افترا ده چې دوی ( پاکستان) یې پر افغانانو لګوي، دا زه پر کلکه ردوم. افغانان د تاریخ په اوږدو کې هېڅ وخت دغسې مسایلو کې نه دي ښکیل شوي چې د نورونو هېوادونو په امنیت کې یې مداخله کړي وي. نو دا زموږ د افغانستان اسلامي امارت پالیسي هم نه ده او موږ پر دې باندې متحد یو، چې موږ په خپله دا ۴۰ کاله د نړیوال تروریزم ښکار شوي یو. زموږ هېواد کې جنګونه ول، جنګونه هم ډېری هغه جنګونه ول هغه به له نورو خواوو راتلل. نو د دې پر اساس مو هېواد تر دې حده راورسېد، چې خرابه شو.»
له دې سره ستانکزي د پاکستان هغه ادعاوي بې اساسه وبللې چې دغلته په ترسره شویو وسلهوالو بریدونو کې يې افغانان ښکېل بللي ول.
ستانکزي زیاته کړې، چې افغانانو څلور لسېزې په پاکستان کې سوله ییز ژوند کړی او په خبره يې هغه ملتونه چې د ترهګرۍ قربانیان وي، په نورو هېوادونو کې په هېڅ صورت د جګړې پلوي نه کوي.
تېره مياشت پاکستان هغو افغانانو ته له دې هېواد د وتلو يو مياشتنی ضربالاجل وټاکه، چې دغلته د مېشتېدنې لپاره راجسټر شوي نه ول.
دا مهلت لنډمهالی بللی شوی او په تړاو يې پر افغانستان او ملګرو ملتونو سربېره يو شمېر هېوادونو غبرګونونه وښودل او له پاکستان يې غوښتنه وکړه، چې له افغان کډوالو سره جاري ناوړه چلن د نړيوالو اصولو په چوکاټ کې برابر کړي.