په داسې حال کې چې له پاکستان څخه پر زوره د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري، خو اروپايي ټولنې د کډوالو ستونزو په کتو سره خبر ورکړی، چې يادو راستنېدونکو کډوالو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او په دې برخه کې به خپله همکاري نه سپموي.
یادې ټولنې زیاته کړې:« موږ به په افغانستان کې د کډوالۍ له نړیوال مرستندويو سازمانونو سره همکار پاتې شو او هغو افغان کډوالو ته به مرستې چمتوو کړو، چې له پاکستانه را اېستل کېږي.»
له دې سره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ستره کمېشنرۍ په تورخم او سپين بولدک کې له راستنېدونکو کډوالو سره د همکارۍ او د دوی ستونزو ته د رسېدو ډاډ ورکړی.
یادې کمېشنرۍ زیاته کړې:«د کډوالۍ سترې کمېشنرۍ کارکوونکي له پاکستان سره پر کرښه سپین بولدک او تورخم کې دي او له هغو افغانانو سره به مرسته وکړي، چې تازه له پاکستانه را اېستل شوي.»
د ژمي په رانږدې کېدو سره له پاکستانه د افغان کډوالو د را اېستلو او همدارنګه په هرات کې زلزله ځپلو راتلونکي برخلیک ته په اشارې، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان پر نړيواله کچه د اقليمي بدلون په نتيجه کې تر ټولو زيان منونکی هېواد دی.
یاد پروګرام زیاتوي:«دا چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله زیامن دی، د خوړو نړیوال پروګرام به د اروپایي ملاتړو هېوادونو په مرسته ګڼو اړمنو افغانانو ته مرستې چمتوو کړي.»
څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د کډوالۍ نړيوالې ادارې ویلي ول، چې په تورخم او سپین بولدک کې په پوره چټکتیا کار کوي تر څو ډېر شمیر افغان کډوالو ته لومړنۍ مرستې ور ورسوي.