Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتونخوا او پاکستان کې د مېشتو افغانانو نیولو لړۍ چټکه شوې

پښتونخوا او پاکستان کې د مېشتو افغانانو نیولو لړۍ چټکه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/05

په پښتونخوا او پاکستان کې د بل هر وخت پرتله پر ناراجسټر شویو کډوالو د ژوند ساحه تنګه شوې او يادو کډوالو ته د وتلو په اړه د ورکړل شوي وخت له پوره کېدو سره، په دې هېواد کې د افغانانو ځورول زيات شوي دي.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ستره کمېشنرۍ وايي، په پښتونخوا او پاکستان کې افغانان له سخت وضعيت سره مخ دي او د پاکستان حکومت له لوري پرې فشارونه زيات شوي.

یادې کمېشنرۍ په خبره،  د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه کډوال چې له دې ادارې سره ثبت دي او اسناد هم لري، د پاکستان حکومت له سختۍ سره مخ کړي.

یادې کمېشنرۍ زیاته کړې:« ۸۶ سلنه کورنۍ چې د سپټمبر له دویمې اوونۍ راهیسې له پاکستان څخه وتلي، ویلي يې دي چې له نیول کېدو وېرېدل. موږ د پاکستان له حکومت غواړو، چې د ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي.»

پاکستان کې د افغان خبریالانو د شورا مشر ظاهر بهاند وايي: « د اسناد او ویزه لرونکي کسان هم نیول کېږي، بې اسنادو هم نیول کېږي او هغه څوک چې د سپین بولدک له لارې راغلي هغه هم نیول کېږي؛ نو ټولو ته په یوه سترګه کتل کېږي، چې دا د افغان کډوالو پر وړاندې ډېره لویه جفا ده.»

دا په داسې حال کې ده  چې زرګونه بېرته ستنېدونکي کډوال پر ډېورنډ فرضي کرښه د افغانستان لور ته د اوښتو نقطو ته رسېدلي او یا ثبت او بایومتریک ته منتظر دي.

 په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، په دې هېواد کې د پاکستاني پولیسو له لورې د ظلم او ځورولو لړۍ چټکه شوې او آن تر دې چې اسناد لرونکي افغان کډوال هم نیسي.

پاکستان مېشت افغان کډوال حاجي خوږڼي وال وايي: « زیاتره ستونزې هغه چاته دي چې د ښار په پخو کورونو کې ژوند کوي او هغوی ته جواب ورکوي چې په پنځه ورځو کې دننه دننه خپل کورونه له دې ځایه یوسئ که نه نو قانوني چلن به درسره کېږي او زنداني کېږئ.»

سرپرست حکومت د پاکستان له حکومت غواړي، چې د کډوالو نړیوالو اصولو په پام کې نیولو سره دې له افغان ک‌ډوالو سره چلن وکړي او نیول او ځورول د نړیوالو اصولو خلاف عمل دي.

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د خپلو هغو ټولو ارګانونو له لارې پاکستاني چارواکو ته دا خبر رسوي، چې له کډوالو سره زور زیاتی ونه کړي. اوس وضعیت بدلون کړی، په لومړيو کې یو څه ستونزې وې او د انتقال په برخه کې هم لومړی یو څه زحمتونه وو؛ خو له پرون راهیسې اسانتیاوې ډېرې شوې هم تورخم کې او هم په سپن بلودک کې، مخکې دوی تلاشي کوله یو ډول یې خلک ځورول چې دا هر څه اوس پای ته رسېدلي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت سرپرست هم له افغان کډوالو سره د پاکستان چلن ظلم بللی و او پاکستان ته یې وریاده کړې وه، چې د هر څه عواقب بايد وسنجوي.

په ورته مهال د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستل ظلم دی او په خبره يې په روان ژمې کې به يې له کبله افغانستان له بشري کړکېچ سره مخ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist