Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: له افغان کډوالو سره د پاکستان چلن به د دغه هېواد پر وړاندې د افغانستان راتلونکی سیاست ټاکي

کارپوهان: له افغان کډوالو سره د پاکستان چلن به د دغه هېواد پر وړاندې د افغانستان راتلونکی سیاست ټاکي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/02

د پاکستان له لوري پر زوره د افغان کډوالو اېستلو توند غبرګونونه راپارولي دي. د پاکستان پر دغې پریکړې افغان حکومت، نړیوالو بنسټونو، ملګرو ملتونو او عامو افغانانو نیوکې کړي چې ګني په دغه برخه کې اسلام اباد د کډوالۍ له ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو سرغړونه کړې.

 د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې له افغان کډوالو سره د پاکستان زور زیاتی او ناسم چلن په اساس به د اسلام اباد پر وړاندې د کابل بهرني سیاست کرښې کاږل کیږي.

دوی وايي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ځورونه او په نامناسب وخت کې یې پر زور اېستل هغه کړنه ده چې د افغانستان راتلونکي نسلونه به یې هم هېر نه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي:« د پاکستان د تېرو دوو میاشتو چلن او کوم ظلم او وحشت یې چې کړی، افغانان یې له خپل کوره راېستي، افغانو ښځو ته یې سپکاوی کړی، چې دا هر څه به په راتلونکي کې په سیاست، حکومت، له پاکستان سره په تعامل او د پاکستان پر وړاندې د افغانستان بهرني سیاست دریځونه به همدا ټاکي؛ نو پاکستان باید سر له ننه په خپل سیاست بیا کتنه وکړي، که نه نو په دې باید پوه شي چې موږ به محاسبه ورسره لرو او دا محاسبه به د نسلونو محاسبه وي.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، له دې کار سره پاکستان د تل لپاره  د افغانستان په څير ګاونډی چې له ځان جلا کړی او دا به د اسلام باد پر زیان تمام شي.

ځلاند زیاته کړې: « د کډوالو بېرته راتګ یوه ستونزمنه پرېکړه ده، ګڼې ستونزې له ځانه سره لري؛ خو ګڼ فرصتونه هم لري او کېدای شي په اوږد مهال کې افغانانو ته یوه ګټوره پروسه تمامه شي؛ خو دا هر څه د پاکستان پر زیان دي، پاکستان له خپل یوه دوست ګاونډي هېواده جلا کېږي.»

په همدې حال کې اسلامي امارت د پاکستان له لوري پر زور د افغان کډوالو اېستل ناسم کار  ګڼي، خو زیاتوي چې له کډوالو سره د پاکستان دغه ډول چلن د دواړو هېوادونو ولسونو اړیکو ته زیان رسوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« له کډوالو سره زور زیاتي، د هغوی ځورول، زندان ته کشول، ماشومان، ښځې او سپین ږیري ازارول د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان اړوي. موږ او پاکستان وروڼه ملتونه یو او باور مو ترمنځ موجود و، پاکستان د افغانانو دویم کور و؛ نو حکومت باید داسې یو چلن نه وای اختیار کړی، دا چلن د پاکستان ولس هم نه خوښوي او افغانان یې هم نه خوښوي او د دواړو ملتونو په زیان ده.»

کارپوهان وايي، له پاکستان سره دې هر ډول تعاملات پرې کړل شي او پر بدیلو لارو چې افغانستان ورته زیات لاس رسی لري کار وشي .

  د دوی په خبره، د سوداګرۍ لپاره دې د نورو هېوادونو له بنادرو کار واخېستل شي او منځنۍ اسیا ته دې د پاکستان ترانیزیت او نورو سوداګریو لارې بندې شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « موږ له پاکستان سره نه بېلېدونکې اړیکې لرو، ځکه نو د یوه ګاونډي په توګه نه شو کولی خپله جغرافیه بدله کړو؛ خو کولی شو له پاکستان سره د خپلو تعاملاتو په کمرنګه کولو هغوی ته ګڼې هغه ستونزې جوړې کړو چې موږ ته یې جوړوي، د سیمې نورو هېوادونو ته د همکارۍ لاس غځولی شو او له نړۍ سره د ټرانزیټي تعاملاتو یا هم د سوداګرۍ تعاملاتو نورې لارې پیدا کولی شو، د ایران له لارې، د منځنۍ اسیا د هوا له لارې، چین سره وروستي تعاملات، دا ټول هغه څه دي چې په پاکستان د افغانستان اتکا راکمه کړي.»

 دپاکستان له لوري افغان کډوالو ته وتلو نیټه د تیرې سې شنبې په ورځ پایته ورسیده چې اوس په سوړ ژمي افغان کډوالو له دغه هېواده را روان دي.

د راپورونو له مخې، پاکستان په کراچۍ ښار کې ددغه هېواد پولیسو افغانان لوټلي دي جایدادونه یې ترې اخېستي او دسرو زرو ترڅنګ نقدې پیسې یې هم ترې اخېستې دي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist