Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

لویدیځو هېوادونو د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/02

یو شمېر لویدیځو هېوادونو یوه ګډه خبرپاڼه کې د داعش ډلې پر وړاندې  n اسلامي امارت مبارزه بریالۍ یاده کړې، خو اندېښنه یې څرګنده کړې چې ځینې وسلi والې ډلې لا هم په دې لټه کې دي چې افغانستان کې خوندي ځایونه پیدا کړي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې او بیاځلې یې ډاډ ورکړی چې خاوره به یې د چا پر ضد نه کارول کېږي.

مجاهد زیاته کړې: « داعش په نامه پدیده اوس په افغانستان کې ځپل شوې او یو یا نیم فیصد که چېرته پاتې وي د هغوی د ځپلو په پلان هم کار روان دی او دا اوس افغانانو ته کومه لویه ستونزه نه ده.»

بل خوا د کاناډا، اروپایي ټولنې، فرانسې، المان، ایټالیا، جاپان، ناروې، برېټانیا او د امریکا ځانګړو استازو په دې ګډه خبرپاڼه کې ویلي، څه باندې ۲۹ میلیونه افغان وګړي د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د لویدیځو هیوادونو دې ځانګړو استازو په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابیدو په هکله د اندیښنې څرګندولو تر څنګ وویل چې د سرپرست حکومت پالیسیو له کبله په افغانستان کې نجونې او مېرمنې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې بې برخې شوي دي.

د لویدیځو هېوادونو ګډې خبرپاڼې یوه برخه:« طالبانو د نجونو او مېرمنو د کار او زده کړو په برخه کې پراخ محدودیتونه وضع کړي، هغه اقدام چې د مېرمنو او نجونو له حقونو څخه نه یوازې سرغړونه ده بلکې له نړیوالو قوانینو څخه د افغانستان سرغړونه هم ده او د همدې محدودیتونو په پایله کې د دې هېواد اوږد مهال پرمختګ او ثبات ته زیان رسیږي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « دا شونې نه ده چې موږ په یوازې ځان وکولی شو د افغانستان ټولې ستونزې له منځه یوسو؛ نو باید د سیمې له هېوادونو سره چې د بنسټونواو سازمانونو باور لري له هغوی سره همکار او هم ګامه پرمخ ولاړ شو.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « که د بشر حقونه یې موخه ده نو بیا ولې د فلسطین د ملت په اړه غلي دي، ولې  هغوی نه مجازات کوي، چې د فلسطین ماشومان او بې ګناه وګړي یې په وینو کې لت پت کړې دي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د لویدېځو هېوادونو د بشري حقونو نه خوندیت ته په غبرګون کې وایي، چې د اسلامي امارت په حاکمېت سره د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي شوي او د ښځو  کار او  زده کړو مسله لنډمهاله ده.

مجاهد زیاتوي: « په هغو موضوعاتو کې چې د لنډ وخت لپاره په کې ځنډ راغلی، د هغې په حل لارو هم کار روان دی. هېله دا ده چې موضوع به حل شي. نړیوال باید له افغانانو سره تعامل وکړي او له ځېنو موضوعاتو د وسیلې په ډول ګټه وانخېستل شي او د تعامل په پایله کې کولی شو پرمختګونه ولرو.»

په دې ۱۳ مادییزه خبرپاڼه کې لویدېځو هېوادونو په ناهیلۍ سره ویلي، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت تر دې دمه له نورو افغانانو سره د افغانستان د راتلونکې لپاره کوم سیاسي بهیر نه دی پېل کړی.

خبرپاڼه کې غوښتنه شوې چې نوی اساسي قانون باید د شفاف، هر اړخېز او مانا لرونکي بحث وروسته ولیکل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist