د کابل ښار هوا په هر ژمي کې د کال د نورو موسمونو پرتله څو چنده خرابه، ککړه او تیاره وي او د هوا ککړتیا له امله په ژمي کې تنفسي ناروغۍ هم ډېرېږي.
ښاریان د ککړې هوا ډېرېدو اندېښمن کړي او وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د دې ښار هوا لا ډېره ککړېږي چې له امله یې ناروغۍ او د سالنډۍ ستونزې هم زیاتې شوې دي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی رحمت الله وايي:« د ماښام پر مهال خلک بخارۍ لګوي، هوا دومره خرابه وي چې څوک تنفس نه شي کولی او خلکو ته یې د سالنډۍ ستونزې پیدا کړي. نو موږ له حکومته غواړو چې سړکونه راته پاخه کړي او د دود په اړه توجه وکړي ترڅو هوا پاکه شي.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی کریم الله بیا وايي:« هوا ډېره ککړه ده، سړکونه هم خرابه دي او ژمی هم په رانږدې کېدو دی. له دې وروسته به ژمي کې خلک بخارۍ هم لګوي، دود به یې وي. هوا ډېره ککړه ده، موږ چې پر بایسکل ځو، وېښته مو له خاورو ډک وي، جمپر مو هم له خاورو ډک وي.»
ځينې نور بیا وايي، د موسم له سړېدو سره د هوا د ککړتیا کچه هم ډېره شوې او له ماښام وروسته آن هوا نه شي تنفس کېدای.
دوی وايي، له سرپرست حکومته غواړي چې په کابل کې د هوا ککړتیا عواملو مخه ونیسي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی روح الله وايي:« که د کمپنۍ له سره راوګورئ، نو دا ځای ټول په خاورو او دوړو کې پټ ښکاري. افرین دي د دې خلکو وي چې دلته نفس وباسي. زه درته وایم، چې دلته هوا ډېره ککړه ده. سړکونه هم ځینو ځایونو خام دي او موټرچلوونکي هم بې احتیاطي کوي او دا دوړه کوي. له دولته مو غوښتنه دا ده، چې دا شیان په پام کې ونیسي.»
ډاکتران هم د دې ستونزې پخلی کوي او زیاتوې، چې ککړه هوا کولی شې له نورو ناروغیو سربېره د سالنډۍ ناروغۍ ډېرهه کړي او تر څنګ یې د پلازمېنې د هوا ککړتیا کچې لوړوالی د اندېښنې وړ بولي.
ډاکټر سېد کاشف سعیدي وايي: « ناروغۍ ډېری د هوا ککړتیا له امله رامنځته کېږي، چې د سون توکي ډېرېږي او له امله یې تنفسي ناروغۍ رامنځته کېږي. نو د مخنیوي لپاره یې باید له ککړې هوا ځان وساتو.»
کابل ښاروالۍ او چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسوولین وایي، د روان کال په پيل کې خبر ورکړی و چې د تازه جوړو شویو تګلارو په عملي کولو به وتوانېږي چې د هوا ککړتیا کچه راټيټه کړي.
خو اوس پوښتنه داده، چې د ککړې هوا د مخنیوي په موخه باید څه وشي؟
د کابل ښارولۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي:« را روان ژمي کې د لوړ پوړو ودانیو او حمامونو مالکین دا حق نه لري څو له فېلتر پرته فعالیت وکړي، ګنې له قانوني چلن سره به مخ شي او له کابل ښاریانو هم غواړو څو په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي. »
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د تفتیش او د کنټرول امر انجنیر بصیر امین وايي:« د دود خپروونکو کارخونو او موټرو له اړونده ادارو هم ژمنه اخیستل شوې چې د هوا ککړتیا په صورت کې به یې فعالیت د چاپېریال ساتنې ادارې له لوري درول کېږي.»
د ښاریانو او کارخونو له لوري د لرګیو، ډبرو سکرو او ان پلاسټیکو سوځولو تر څنګ، کابل ښار ته څېرمه د خښتو په بټیو کې د زړو ټایرونو سوځول، هغه لاملونه دي چې په کابل ښار کې یې هوا ککړه کړې ده.
له دې مخکې، ځينو نړیوالو بنسټونو هم د هوا ککړتیا په تړاو راپورونه خپاره کړي او افغانستان یې هم په نړۍ کې یو له تر ټولو ککړو هېوادونو شمېرلی دی.