Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاروالۍ د پروژو تطبیق لپاره د استملاک شویو کورونو مالکینو ته د خسارې ورکړې لړۍ پیل کړه

کابل ښاروالۍ د پروژو تطبیق لپاره د استملاک شویو کورونو مالکینو ته د خسارې ورکړې لړۍ پیل کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/31

د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د عامه پروژو تطبیق لپاره د استملاک شویو ۱۲۰ کورونو مالکینو ته یې د خسارې ورکړې لړۍ پیل کړه.

د مسوولينو په خبره دغه جدايدونه د ښار په بېلابېلو سيمو کې د سړک ۱۰ پروژو د عملي کولو پرمهال استملاک شوي او د ځانګړې طزالعمل له مخې به ورته د ځمکې او ويجاړ شوې ساختمان خساره ورکوي.

د کابل ښاروالۍ د استملاک مشر انجنیر عبدالمتین حنيف وايي:« له هغې لایحې سره سم چې د ټول کابل ښار لپاره منل شوې ده، د هرې ناحیې کوم ملکیت چې د اشخاصو څخه استملاک کېږي په هماغه بیه به شاروالۍ یا ځمکه ورکوي یا کومه بله لار ورته پیدا کوي او د یوه منظم پروسیجر له لارې دا لایحه منظور شوې ده.»

د کابل ښاروالۍ د چاپيریال او ښاري خدمتنو معین محمد خالد سجستاني وايي، د اسلامي امارات له بیا واکمنيدو وروسته په ښار کې د ۳۲۸ استملاک شویو کورونو خاوندانو ته د ۲۴۴ ميليونه افغانيو په ارزښت مالي حسابونه سپارلي دي.

سجستاني زیاته کړې:« د اسلامي امارت له راتګه تر اوسه ۳۲۸ جایدادونه استملاک شوې دي، چې ټولیز ارزښت یې ۲۴۴ میلیونه افغاني کېږي او مالکینو ته یې ورکړل شوې، په دې کې ځينې جایدادونه لس کاله وړاندې استملاک شوې وو.»

د استملاک شویو کورونو مالکین هم د کابل ښاروالۍ له دې چارې خوښ دي او وايي د ځمکي او ويجاړ شوې ساختمان ټول لښګت ورته له براورد وروسته ټاکل شوي.

د استملاک شوي کور مالک اسدالله وايي: « زما کور شپږ اتاقه و، ماته یې یو میلیون افغانۍ راکړې چې همدا بسنه کوي، ما بېرته په همدې اندازه او ښايي تر دې هم کمې مصرف شوې وي.»

د کابل ښارولۍ د مالوماتو له مخې، د اسلامي امارات له حاکميت وروسته په ۱۵۰ کوچينو پروژو کار پیل کړی  چې ځينې بشپړې شوې او په ځینو نورو لا هم جريان لري،چې د لګښت ډیره برخه يې د د ښارولۍ راټول شوو عوايدو له لورې پوره کيږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist