Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستانه د وتلو پلان نه لري

ډبلیو.ایف.پي: د بودېجي کمښت له امله راتلونکی ژمی یوازې ۱۰ میلیونه افغانانو ته مرستې وېشو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/31

د ژمي له رانږدې کېدو او مرستو ته د افغانانو اړتيا له زياتېدو سره د خوړو نړيوال پروګرام ( ډبلیو.ایف.پي) د خپلو مرستو د محدودولو خبر ورکړی دی.

د خړو نړیوال پروګرام ویلي، د ۶۰ سلنه بوديجې کموالي له امله نه شي کولی ټولو اړمنو افغانانو ته اړينې مرستې ورسوي.

د یاد پروګرام په خبره، په داسې حال کې چې په تېر ۲۰۲۲ زېږدي کال کې يې ۲۳ ميليونه افغانانو ته ژمنۍ او نورې اړينې مرستې وېشلې، خو د بوديجې کمبود له امله اړ دي، څو له دې ډلې ۱۳ ميليونه اړمن افغانان د مرستو د ترلاسه کولو له سيسټم وباسي.

یاد پروګرام زیاته کړې:« تېرکال مو ۲۳ میلیونه اړمن افغانان د خوړو نړیوال پروګرام له مرستو برخمن کړي وو. استرالیا ، انګلستان، چین، کوېټ او فنلډ یې مالي ملاتړي وو، خو سږکال د بوديجې له کموالی سره مخ یو او یوازې ۱۰ میلیونه اړمنو افغانانو ته مرستې ورکولی شو.»

خو د اقتصادي چارو کارپوهان د خوړو نړيوال پروګرام دا خبرداری خطر زنګ بولي او وايي، نړيوال مرستندويه بنسټونو له لوري د مرستو کمښت کولی شي، اړمن افغانان د ژمي پرمهال له ناوړه وضعيت سره مخ کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزيز وايي:« د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت اوسنیو شرایطو کې نړیوالو مرستو ته زیاته اړتیا لري که هغه د (یو.اېن)په چوکاټ کې وي، که د هېوادونو مستقیې مرستې وي او یا هم په نورو برخو کې د بهرنیو هېوادونو پانګونه وي، دا ټول د افغانستان په اقتصادي وضعیت باندې فوق العاده اغېزې لري.»

خو د افغانستان سرپرست حکومت د ژمني او نورو طبيعي پېښو پرمهال له اړمنو افغانانو سره مرستې د نړيوالو مسووليت بولي او زياتوي، چې نړيوال بايد له عامو افغانانو سره خپلې مرستې له سياست سره غوټه نه کړي.

 د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبدالطیف نظري وايي:« موږ له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غواړو چې مرستې سیاسي نه کړي او د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، دا د نړیوالې ټولنې مسولیت دی.»

د خوړو نړیوال پروګرام دا خبره په داسې مهال کوي، چې پر ګڼو ولايتونو سربېره يوازې د هرات ولایت په دوو زلزله ځپلو ولسوالیو کې خلک په خیمو کې شپې ورځې تېروي او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist