د پاکستان حکومت له لوري افغان کډوالو ته د روانې اکټوبر میاشتې تر وروستۍ نیټه وخت ورکړل شوی وه چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، تر دې مهال په زرګونه افغان کډوالو تورخم او سپین بولدک له لارو خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د پاکستان له لوري ورکل شوي ضرب الاجل نیټه پای ته رسېږي او د چهارشنبې په ورځ دغه نیټه پوره کیږي.
په پاکستان کې میشت افغان کډوال وايي،له سختو ستونزو سره مخ دی ، شتمنۍ او جایدادونه یې ترې پاتې دي او ګڼ کډوال د پاکستاني پولیسو له لوري زنداني شوي او اوس یې کورنۍ سرپرست نه لري چې افغانستان ته ستنې شي.
دوی وايي، غوښتنه یې داده چې باید په دغه برخه کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وشي چې زنداني شوي افغان کډوالو راخوشې کړي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو استازی نظر خوږیاڼیوال وايي:« په پاکستان کې د ناقانونه کډوالو د مهلت یوه ورځ پاتې ده، چې له امله یې افغانان زیات اندېښمن او په وېره کې دي. دوی په بېلابېلو ځایونو کې راټول دي او زیاتره هغه ښځې او ماشومان دي چې له میاشتو میاشتو راهیسې یې نارینه په زندانونو کې پراته دي او دوی نه شي کولی یوازې خپل هېواد ته ستنې شي. موږ د افغانستان له اوسني حکومت،(یو.اېن.ایچ.سي. آر) او پاکستاني چارواکو غواړو چې کوم افغانان په زندانونو کې دي مهرباني دې وکړي دا کډوال دې خوشې کړي ترڅو له خپلو کورنیو سره خپل هېواد ته لاړ شي. بله دا چې کومه پرېکړه چې پاکستان کړې ده دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېراختلافونه رامنځته کړي، افغان کډوال یې د سیاست ښکار کړي دي. د افغانانو په کورونو چاپې وهل کېږي هغه افغانان هم نیسي چې (پي.او.ار) (اې.سي.سي)کارتونه او پاسپورټونه هم لري.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان دغه پریکړه چې افغان کډوالو له دغه هېواده په زوره باسي ناسمه ده.
د مجاهد په خبره، د پاکستان دغه اقدام له ټولو نړیوالو بشري قوانینو او اصولو سره په ټکر کې دی او دوی ته هم د منلو نه د ی.
مجاهد زیاته کړې: « له بده مرغه کډوال په زور دې ته مجبوروي چې له پاکستانه ووځي او دا په نړیواله سطحه یو ناقانونه عمل دی، بله دا چې دا د دوو ګاونډي هېوادونو او دوو مسلمانو ملتونو ترمنځ د منلو وړ نه دی، خو بیا هم چې پاکستان دا کار کوي د هغوی هېواد دی او هغوی دا اقدام کولي شي او اسلامي امارت به هم هڅه کوي چې د کډوالو د راستنېدو لپاره تر خپله وسه چمتووالی ولري، د امکاناتو تر حده مرستې ورته ورسوو او ځای پر ځای یې کړو.»
د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي چې پاکستان اوس د افغان حکومت له دغې تشې چې په رسمیت نه دی پيژندل شوی ګټه اخلي او ټول نړیوال قوانین تر پښولاندې کوي خو افغان کډوال په داسې حال کې له خپل هېواده په زور باسي چې افغانستان له سخت ژمي سره مخ دی .
دوی وايي، غوښتنه یې دا ده چې د کډوالۍ نړیوالې ادارې او ملګري ملتونه باید پراسلام اباد فشار راوړي چې له خپلې پريکړې پرشا شي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « سوړ ژمی راروان دی، د بې کارۍ کچه لوړه ده، غربت او فقر زیات دی. د افغانستان اوسنی بشری وضعیت د نړیوالو بندېزونو تر اغېز لاندې دی؛ نو په دې سختو شرایطو کې د پاکستان دا عمل چې په سلګونه زره او مېلیونونه بې وزله افغان کورنۍ مجبوروي چې په لنډ وخت کې له پاکستانه ووځي، دا نه یوازې ظالمانه او وحشیانه عمل دی، بلکې د نړیوالو بشري قوانینو او ارزښتونو سره په ټکر کې هم دي.»
له دې وړاندې ملګرو ملتونو او د بښنې نړیوال سازمان هم د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان پریکړه ناسمه ګڼلې او هېله یې ښودلې چې پاکستان به په دې تړاو خپله پریکړه بېرته واخلي.
د بښنې نړیوال سازمان له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناسم چلن د نړیوالو قوانین نقض بللی دی او په دې تړاو یې اندښنه څرګنده کړې.