• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د پولي خدماتو یوه لوی مرکز پر فعالیت پيل وکړ

کابل کې د پولي خدماتو یوه لوی مرکز پر فعالیت پيل وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/30

په کابل کې د پولي خدماتو د راګړې ورکړې د لا پیاوړتیا لپاره له شهزاده سرای وروسته د سرافيو يو بل لوی مارکېټ پر فعالیت پیل وکړ.

مسوولین وایي، دا چاره به لا ډېره مرسته وکړي څو په دولتي او خصوصي ډول خلکو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د حمید صرافيو مارکېټ مشر لال اقا رئیس وايي: « دا د مارکېټ، پېرېدونکو، سوداګرو، زرګرانو او هغه چا لپاره، چې موږ سره په دې مارکېټ کې کار کوي، د اړتیاوو د رفع کولو لپاره یوه مهمه موضوع وه.»

د صرافانو ټولنې عمومي مشر بهرام ځدراڼ وايي، د صرافانو ټولنې په اوسني اقتصادي پرمختګ کې لویه ونډه لرلې او د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو اوسنی ثبات د دوی د خدمتونو پايله ده.

ځدراڼ زیاتوي: « صرافان نه یوازې دا چې صرافان دي، دوی صنعت کاران او سوداګر هم دي، دوی د افغانستان په اقتصاد کې د ملا د تیر حېثیت لري. دا دوه، دوه نیم کاله چې دلته اسلامي امارت راغلی او کومې لاسته راوړنې یې درلودلي، د سوداګرۍ کومه برخه چې دوی چلولې ده، دا بهرنیانو ته د نه منلو وړ نه دي، دوی باور نه کاوه چې افغانستان او د افغانستان اقتصاد او ټرانزیټ به په دې توګه پاتې شي.»

ځدراڼ وايي، دا مرګز به وکولی شي، چې پر شهزاده سرای اوسۍ ګڼه ګوڼه راکمه او خلکو ته د لا ډېر کار زمینه برابره کړي.

هغه زیاتوي: « دا به یو د سرای شهزاده پر صرافانو وزن کم کړي او بل دا چې خلکو ته به د کار زمینه هم برابره کړي. زه له دوی ډېر منندوی یم او چا چې دا پلان جوړ کړی هغه دې په خپل پلان کې بریالي اوسي.»

صرافان غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی امنیت ټینګښت ته لا ډېر پام وکړي او ورپیښ ګواښونه دې له منځه یوسي.

یو تن صراف دادګل وايي: « زما په ګډون له امنیتي ارګانونو غواړو چې صراف، سوداګر، صنعت کار او د هغه چا د سر او مال د خونديتوب ضمانت وکړي چې غواړي په دې وطن کې پانګونه، کار او فعالیت وکړي. دوی په پښو ودوري او نور خلک یې په څنګ کې د عزت او نېکمرغۍ ژوند ولري.»

همدې ناستې ته مسولینو او صرافانو له بهر میشتو سوداګرو وغوښتل څو هېواد کې خپله پانګونه تر سره او خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist