د اسلامي امارت ویاند ذبیح مجاهد وايي، ترکیې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پر مشرۍ د افغان لوړپوړي پلاوي د سفر اصلي موخه له ترکیي چارواکو سره لېدنه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر څرنګوالي بحث او په افغانستان کې د پانګونې جلب ښودل دی.
مجاهد زیاته کړې:« سفر یې څو موخې درلودې او د ترکیې له چارواکو سره د لېدو کتو پلان یې هم درلود، چې د دواړو هېوادونو د نږدې کېدو او سوداګریزه برخه کې پر راکړې ورکړې به هم خبرې وشي. بله دا چې هلته افغان سوداګر او پانګونه وال لرو له هغوی سره خبرې، د هغوی د ستونزو د هوارولو او دلته ورته د زمینې د برابرولو په اړه به هم خبرې وشي.»
د بهرنیو چارو سرپرست ترکیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي هغمږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په لېدنه کې، په امنیت، مخدره توکو سره د مبارزې، روغتیا، سوداګرۍ او ګڼو برخو کې د افغان حکومت لاسته راوړنو یادونې کړې.
متقي له نړیوالې ټولنې سره پر رغنده اړیکو ټینګار کړی او د نړیوالو له لوري پر افغان حکومت د بندیزونو وضع کولو او د افغانانو د شتمنیو کنګول یې د اړیکو ترمخ لوی خنډ بللی.
د بهرینو چارو وزارت وايي:« له دې هر څه سره سره نړيوالو د دې کړنو د تقدير پر ځای تل یو طرفه غوښتنې کړي. د شعاري موضوعاتو په بهانه یې د افغانستان شتمنۍ کنګل او بنديزونو لګولو سره یې د ولس مجازاتو ته مخه کړې چې دا د رغنده تعامل لپاره خنډونه جوړوي.»
په دې لېدنه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي هم ترکیې ته د افغان پلاوي له سفره خوښي ښودلې او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل پر زیاتېدو یې ټینګار کړی.
د بهرنیو چارو وزیر په ترکیه کې له افغان ډېپلوماتانو او په استانبول ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ له کارمندانو سره لیدلي او د چارو د سم ترسراوي لپاره یې سپارښتنې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي:« ترکیه او روسیه، چین او هندوستان غواړي چې افغانستان کې د امن فضا خپره شي او دوی د خپلې سوداګریزې او اقتصادي پانګونې له ادرسه ملي ګټې خوندي کړي.»
په ورته مهال د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په استانبول کې د آی.ایچ.ایچ خیریه بنسټ له مشر سره په لېدنه کې له افغانستان سره د دې بنسټ له مرستو مننه کړې او د فعالیتونو لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو یې ټینګار کړی دی.