Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: د زده کړو فعال مطیع الله ویسا خوشې کېدل مثبت ګام دی

یوناما: د زده کړو فعال مطیع الله ویسا خوشې کېدل مثبت ګام دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/29

د قلم لارې ټولنې مشر مطيع‌الله ویسا له څو مياشتني زندان وروسته درې ورځې وړاندې بېرته خوشی شو.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ (يوناما) د مطیع الله ویسا خوشې کول مثبت ګام بللی، خو د جزئياتو له ورکولو پرته يې زياته کړې، چې يوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعانو او فعالانو پر خونديتوب کار کوي.

اخوا د افغانستان بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي سربېره امريکايي چارواکو هم له قید او شرط پرته د بشري حقونو د مدافعانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي:« له خپلو همکارانو سره یو ځای د مطیع الله ویسا له خوشې کېدو هرکلی کوم او غوښتنه مې دا ده، چې د بشري حقونو ټول افغان مدافعان بايد خوشې شي.»

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د د امریکا استازې رینا امیري وايي:« یو ځل بیا په بېړنۍ توګه د هغو ټولو افغانانو د خوشې کېدو غوښتنه کوو، چې په ناحقه او په میړانې سره له خپلو حقونو د دفاع په دلیل نیول شوي دي.»

په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، په تېرو دوه کلونو کې چې څومره مدنې فعالان نیول شوي، د نظام پرضد کړنې يې کولې او په خبره يې د مالوماتو ترلاسه کولو په خاطر له نیول کېدو وروسته بېرته خوشې شوي.

مجاهد زیاته کړې: « د نظام او حکومت دا دنده  ده، هغه کسان چې عامه نظم ګواښي او یا د نظام پر وړاندې په دسیسه سازۍ بوخت وي نو هغوی باید کنټرول شي. دلته هم ځېني نیونې او توقیفونه د مالوماتو لپاره دي،  د عامه نظم د ساتنې لپاره دي. کله چې مالومه شي شخص په نظم کې اخلال نه دی هغه خوشې کېږي، دا په ټولو ټولنو کې شته، نظام او حکومت حق لري چې یو کس توقیف کړي، پوښتنې ترې وکړي، اړوند مالومات بشپړ کړي.»

په افغانستان کې د مدنې فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو د نیولو په تړاو د نړیوالو اړیکو او سیاسي چارو کارپوهان وېشلې نظرونه لري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان حکومت ته په کار دي چې په یوه معیاري او ځواب ویونکی حکومت او همداسې د اساسي قانون په جوړولو باندې فکر وکړي، ترڅو د خلکو ځېني اندېښنې چې دي له منځته لاړې شي.»

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « موږ له حکومته غواړو او په دې ټینګار کوو چې په دې برخه کې پراخه اسان چارې رامځته کړي.»

نړيوال ټينګار کوي، چې د رسميت پېژندنې په موخه دې د افغانستان سرپرست حکومت پر اساسي شرطونو سربېره، د بيان او رسنيو ازادي او دغه راز دې د بشري حقونو تحقق خوندي کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist