Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پېښور کې د افغانستان کونسل وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي

پېښور کې د افغانستان کونسل وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/29

له تېرو څو ورځو راهيسې په پېښور کې د افغانستان کونسل محب الله شاکر داسې څرګندونې په خواله رسنيو کې لاس په لاس کېږي، چې د ولس له دريځ او داعيې سره په ټکر کې دي.

شاکر په تازه څرګندونو کې د ډيورنډ فرضي کرښې مساحت په اړه د مالوماتو په خلا کې پر واقېع کېدو سربېره، يادې کرښې ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد خطاب کړی دی.

شاکر د دې ترڅنګ علم له پاکستان څخه افغانستان ته لېږدول شوی بولي او وايي، اوسني مفتیان او قاضیان چې د حکومت په بدنې او په ځانګړې توګه قضايي ارګانونو کې کليدي دندې لري، د پاکستان په مدرسو کې روزل شوي.

هغه زیاته کړې: « دا علم چې الحمدالله افغانانو وړی دی، هلته مفتیان لرو، قضات لرو، له همدې تاریخي ځای څخه یې وړی دی، لکه د همدې حضرت حوالې یې چې ورکولې خو همدغه دارالعلوم دیوبند دی، د دې شاخونه دي، علوم حقانیه ده او نور مدارس چې موږ او تاسې وینو دا ټول له دغه ځای څخه دي.»

د شاکر دا څرګندونې له خلکو غبرګون سره مخ شوي او د خواله رسنيو کاروونکي دا ډول څرګندونې د ولس او حکومت له دريځ په ټکر کې ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي چې شاکر د ملي دريځ، حکومت او ولس له فکر سره په خورا لرې فاصلې کې څرګندونې کوي او پر ډيپلوماټيکو بستونو د ورته اشخاصو ګومارل ناعادلانه بولي.

دوی ټينګار کوي، ورته کسان چې د ولس له دريځ سره په مخالفت کې واقېع کېږي، باید ژر تر ژره له دندو وشړل شي.

د سیاسي چارو کارپوه حسن حقیار وايي: « په پېښور کې چې افغان کونسل کومې څرګندونې کړي، د افغانانو د فکر او د دوی له ذهنیت او بارونو او د اسلامي امارت له پالیسیو، فکر، باور او ذهنیت سره په ټکر کې دي. اسلامي امارت باید د دې مخه ونیسي. اسلام لومړی افغانستان ته راغی او له افغانستانه پاکستان ته اوښتی دی. افغانانو په اسلام او قران باندې په میلینونو شهیدان ورکړي دي، افغانانو امریکا، ناټو او روسیې ته ماته ورکړې او دا یې د دین د احیا لپاره کړي دي. دا څرګندونې بې ځایه دي او د ده خپل حیثیت او باور تر پوښتنې لاندې راځي.»

ځینې نور بیا په دې باور دي چې پاکستان په تېرو څو لسیزو کې پرته له دې چې په افغانستان کې مرکزي حکومتونه تخریب کړي، لاس وهنې وکړي او د افغانستان ورانی وغواړي نور هېڅ نه دي کړي  د دوی په خبره چې  دا ډول نظرونه د هغو اشخاصو کار دی، چې خپله پاکستاني لوري روزلي وي.

 د سیاسي کارپوه اخترمحمد راسخ وايي: « پېښور کې د طالبانو کونسل چې کومې ویناوې د ډيورنډ فرضي کرښې په اړه کړي او له افغانونو سره یې د پاکستان ښګېڼې بیان کړي، نو زما له نظره دا سړی له تاریخه خبر نه دی، چې همدې پاکستان نیمه پېړۍ افغانان په وینو لمبولي، افغانستان یې لوټ کړی، مستقیې لاسوهنې یې کړي، مستقیم جنګونه یې کړي؛ نو د ډيورنډ فرضي کرښې د رسمیت پېژندلو لپاره پاکستان دا نیمه پېړۍ میلیونونه افغانان ووژل او ان روسانو او غربیانو ته یې د اشغال شرایط د پاکستان دولت مدارانو او استخباراتو برابر کړل؛ زه ویلی شم کومه وینا چې د طالبانو کونسل په پېښور کې کړې دا له تاریخ ناخبره شخص دی.»

هڅه مو وکړه په دې اړه د اسلامي امارت له ویاند سره خبرې وکړو، خو په نظر اخېستلو یې بریالي نه شو.

پېښور کې د افغانستان کونسل محب الله شاکر موده وړاندې دا هم ویلي و چې د اسلامي امارت مشر د یوې فتوا په ورکولو سره په پاکستان کې جګړه ناروا بللې.

محب الله شاکر بیا په زور د افغان کډوالو له را اېستلو سره جوخت دا هم ویلي، چې اسلامي امارت ته دا پرېکړه د منلو وړ ده او د يادو کډوالو پر وړاندې د زورزياتي په مجوزولو سره د دوی پر وړاندې اقدام د پاکستان حق ګڼي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist