Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د اسلامي امارت له لوري ولسونو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

ننګرهار کې د اسلامي امارت له لوري ولسونو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/29

د ننګرهار ولایت قبایلو چارو ریاست د غونډو په تالار کې له سلګونه قومي مشرانو سره د هغوی ستونزو د اورېدو په تړاو ناسته ترسره شو.  

په ناسته کې قومي مشرانو وویل، اسلامي امارت دې لرې پرتو سیمو ته لومړیتوب ورکړي؛ ځکه په خبره یې چې دوی هر وخت د شته نظامونو د امنیت او ساتنې لپاره کار کړی.

دوی دغه راز د حکومت له مشرتابه غوښتي چې د دوی دودیزو پرېکړو ته درناوی ولري.

قومي مشر چترال همت شینواری وايي: « دوی دې ولسونه راوغواړي، جرګې دې ورسره وکړي، د ادارې تر شا یې ودروي او اداره هم دې ته متوجې کړي، چې دا ولس دی، بې له ولسه نه کار کېږي او نه روزګار.»

 قومي مشر دروېش لعلپوروال وايي: « هر یو قوم خپل نرخ لري خپله جرګه او خپل دود لري. مومند خپل دود او جرګه لري، شینواري خپل دود او جرګه، خوږیاڼي یې خپل لري. موږ چې کومه جرګه وکړو، قومي مشران، یا عالمان یا ځوانان چې جرګه وکړو نو تاسې ووايئ چې دا دوی کړې ده او باید پلي شي.»

د قومي مشرانو په خبره، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د بیارغونې په برخه کې له پامه غورځول شوي او له سرپرست حکومت غواړي، چې دوی ته دې په لرې پرتو سیمو کې رغنیزې او بنسټیزې پروژې پلې کړي.

قومي مشر مسلم خوږیاڼی وايي: « زموږ د کابل ننګرهار پر دویم سړک باید مشران غور وکړي، په دې به د ولسونو ډېرې ستونزې حل شي.»

 قومي مشر دروېش لعلپوروال وايي: « داسې یو سړک چې د لعلپورې له دوه سرکې تېر شوی تر ګل ډاګه پورې او ۱۲ متره دی، که همدا سړک له ګل ډاګه تر چکنورو تېر شي او ګوشتې ته ورسېږي، زموږ ډېرې ستونزې به حل شي، ځکه موږ به جلال اباد ته نږدې راشو له ګوشتې ها خوا کامه او جلال اباد ته به راشو.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت استازی د خلکو ستونزې مني او د حل ډاډ ورکوي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو معین، ملا عبدالخالق عابد وايي: « د افغانستان ولسونه په لرو پرتو، ګوشه، غرنیو سرحدونو کې پراته دي. دوی ته په دا دوو کلونو کې رسېدنه نه ده شوې او امکان یې نه و. ما مخکې تاسې ته وویل، اسلامي امارت په کنډواله کور راغلی دی. اسلامي امارت په اړینو شیانو مخکې کار کوي، د جوړونې او ابادۍ هڅې یې کوي؛ نو هرومرو به له لرو پرتو سیمو ته هم ځي او خدمات به رسوي.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت  په خبره، چې تر دې وروسته د قومونو یووالي او د شته ستونزو د هواري لپاره په لومړیتوب کې ځای لري او له ولسونو سره پر ګډه ورته رسیدنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist