Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

مجاهد: نړیوال تر اوسه افغانستان کې د بشر حقونو سم تعریف نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/28

بشرحقونه او ټولګډونه حکومت هغه دوه موضوعات دي چې په نږدې هره ناسته او غوڼډه کې د افغانستان په اړه مطرح کېږي.

خو  د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په افغانستان کې د ټولو خلکو حقونه تامین دي او نړیوال د بشرحقونو څخه سم تعریف نه لري.

مجاهد زیاتوي:« په افغانستان کې بشري حقوق تامین دي. هغه حقوق چې اسلامي شریعت اتباعو ته ورکړي، هغه نارینه دي او که ښځينه اسلامي امارت ورته مکلف دی چې ور یې کړي.خو  دغه لید د حقوقو د تعریف توپير کوي. له بده مرغه غربي نړۍ او هغه هېوادونو چې غیر اسلامي دي، هغوی فکر کوي چې موږ باید بشري حقوقو د هغوی لید له لارې تعریف کړو او وپېژنو.»  

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، نړۍ که څه هم ځینې وخت د خپلو موخو لپاره بشري حقونو موضوع وړاندې کوي خو په خبره  یې د نړیوالو اصولو له مخې د بشرحقونو اعلامیه هم شته چې افغانستان هم منلې او په کار ده چې دې مسلې ته حل لاره پیدا شي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج  وايي:« هر هېواد د خپلو ګټو او پالیسو پر اساس باندې د بشر حقوق تعریف کوي، خو بیاهم د نړیوالو اصولو له مخې، د بشر حقونو یوه اعلامیه شته چې په ۱۹۴۸ کال کې جوړه شوه، یا د امنیت شورا کې د بشر حقونو یوه شورا ده، نو که افغانستان ته موږ پام وکړو، له ښوونځيو د نجونو منع کول او دې کې خنډ جوړېدل، دا خپله د بشرحقونو نقض دی، ځکه دا  د دوی ( نجونو) حق دی.»  

 د نجونو زده کړې او د ښځو کار بیا هغه دوه موضوعات دي چې په کوردننه او بهر یې اسلامي امارت له ننګونو سره مخ کړی دی.

کارپوهان په دې اند دي که اسلامي امارت په دا ډول موضوعاتو کې د نړیوالو اصولو له مخې ګام پورته کړي د ځېنو لورو بهانې به ختمې شي.

وړاندې له دې د ملګرو ملتونو بشرحقونو شورا ناسته کې هم په افغانستان د ښځو کار او نجونو زده کړو په اړه اندېښنې څرګندې شوې وې، خو اسلامي امارت بیا ویلي، نړۍ باید کلتور، مذهب او نورو اړخونو ته په کتو بشرحقونو په اړه خپلې اعلامیې وړاندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist