د اکتوبر ۲۴ د پولیو (ګوزڼ) نړیواله ورځ ده.
دا ورځ داسې مهال په افغانستان کې نمانځل کېږي چې روان کال د هېواد پر کچه ۶ د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي.
د پولیو د نړیوالې ورځې په مناسبت له ګوزڼ څخه خلاص افغانستان او ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) پر خپلو ایکس پاڼو د یادې ناروغۍ څخه د ژغورنې په پار له پنځوکلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین په تطبیقولو ټینګار کړی.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ ویلي:« نن د پولیو نړیوال ورځ ده. راځئ! چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته په واکسین کولو سره دا ورځ ونمانځو. د پولیو واکېسن ډاډمن، حلال او له ګوزڼ د خلاصون یوازینۍ لاره ده.»
یونېسف ویلي:« پولیو هېڅ علاج نه لري، خو تاسو کولی شئ مخه ونیسئ. خپل ماشوم ته د پولیو ضد واکسین وکړئ. له خپلو ملګرو او ګاونډیانو وغواړئ چې همدا کار وکړي په ګډه کولی شو پولیو پای ته ورسو.»
اخوا روغتیا پالان بیا وایې، پولیو یوه ویروسي او جنټیکي ساري ناروغي ده، چې د مخنیوي وړ ده.
خو دوی وايي، دا چې په افغانستان کې د عامه پوهاوي نه شتون له امله خلک د پولیو پر واکسین بې باوره شوي او لامل یې دا دی چې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوي.
ډاکټر عبدالرازق احمدزی وايي: « د پوليو مثبتې پېښې شته، دا چې د دې لپاره څه باید وشي څو له افغانستانه پولیو په بشپړه ټوګه ختمه شي، لومړۍ لار دا ده چې افغانستان ته د کډوالو د راتګ پر مهال بشپړ چک اپ وشي او بله دا چې په لرو پرتو سیمو کې قوي کمپاینونه او عامه پوهاوی ترسره شي، همداشان ښځینه کارکوونکې باید وګومارل شي چې په لرو پرتو سیمو کې کورنیو ته سم مالومات ورکړي او غلطې عقیدې ختمې کړي.»
روغتیا پالان وايي، د پولیو واکسین نه تطبیق په صورت کې د فلج او مړینې خطر شته او د نړیوالو بنسټونو ترڅنګ دې چارواکي د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کې جدي هڅې وکړي.
داخله ناروغیو متخصص ډاکټر جمال ناصر زرمل وال وايي: « دا یوه ویروسي ناروغي ده چې د پولیو په نوم یادېږي، دا ژوند ګواښونکې ناروغي ده او ناروغ معیوبوي، ترڅنګ یې پر عصبي سیستم حمله کوي، تر ټولو بده دا چې ساري ناروغي ده د مخنیوي په لارو چارو کې تر ټولو مهمه دا ده، چې پولیو په عمومي توګه دوه ډوله واکسینونه لري او باید تطبیق شي.»
د اکتوبر ۲۴مه د پولیو نړیواله ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د عامه پوهاوي او له پولیو سره د مبارزې په موخه نمانځل کیږي. خو سره له دې چې پولیو سره د مبارزې لپاره نړیواله ورځ هم ټاکل شوې او کمپآینونه هم شتون لري، بیا په افغانستان کې په روان کال کې د پولیو شپږ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.