Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 د هرات زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون: ۱۳۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې راټولې شوي

 د هرات زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون: ۱۳۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې راټولې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/25

هرات کې زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، د زلزلې لومړۍ ورځې څخه تر اوسه د خوراکي توکو، خیمو، جامو او نورو مرستو ترڅنګ شااوخوا ۱۳۰ میلیونه افغانۍ نقدي مرستې راټولي شوي دي.

د یاد کمېسیون مالي مسوول عصمت الله یاسر وايي، دغه مرستې د ولایتونو عام وګړو، دولتي کارکوونکو، خیریه بنسټونو او بهر میشتو افغانانو له خوا مرسته شوي.

یاسر ډاډ ورکوي چې د مرستو وېش برخه کې پوره روڼتیا شتون لري او هېڅکله به دغه مرستې حیف و میل نه شي.

هغه زیاتوي: « دا کمېسیون به خپله روڼتیا ولس ته وښيي، چې مرستې څومره په روڼتیا وېشل کېږي. پرون د استخبارتو لومړي مرستیال هم دلته هرات راغلی و او د کورونو د یوه ښارګوټي جوړولو ژمنه یې وکړه چې ۲۴ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.»

بل خوا د کابل ښاروالۍ ادارې مرستي هم هرات ته رسېدلی دی.

د کابل ښاروالۍ مسوولین وایې، شااوخوا اوه لارۍ چې په کي جامې، لوښي او د کور اړتیا وړ توکي شامل دي هرات ته یې رسولي.

  دوی همداراز وایي، له دغو مرستو سربېره شااوخوا ۸.۵ میلیونه افغانۍ نقدي مرستې یې هم راټولي کړي او د زلزله ځپلو وضعیت ته رسېدو کمېسیون ته یې سپارلي دي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي: « د کابل د خلکو اووه لارۍ مرسته چې په دې کې البسه، فرشونه، ظرفونه او د کور اړتیا وړ نور وسایل شامل دي، هرات ته ورسېدل او موظف کمېسیون ته به تسلیم شي. همداشان ۸۵۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته مو هم کمېسیون ته وسپارله.»

بل خوا زلزله ځپلي د یادو مرستو څخه خوښ دي خو وایې د تیرو زلزلو له امله یې خپل هرڅه له لاسه ورکړي او دوی ته دي د کورونو جوړولو ترڅنګ لا زیاتې مرستې وشي.

زلزله ځپلی عبدالناصر وايي:« د هرات ټولو ولسوالیو ته ډېرې مرستې راغلې او د هر کلي خلکو سره مرستې وشوې.»

دا په داسي حال کې ده چې شااوخوا درې اوونۍ وړاندې هرات کې د سختو زلزلو له امله له دوه زرو زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist