• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست پر مشرۍ یو پلاوی روسیې ته تللی

د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست پر مشرۍ یو پلاوی روسیې ته تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/25

د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست بخت الرحمن شرافت پر مشرۍ یو پلاوی د سه شنبې پر ورځ د ( ۱۴۰۲ کال د لړم پر ۳ مه)  روسیې ته د استراخان نړیوال فورم کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته تللی دی.  

د یادې ادارې ویاند سمیع الله دارنی وايي، دا ناسته به د روسيې په استراخان ښار کې وي چې دوه ورځې به دوام وړي.

د دراني په خبره ناستې ته به د اوسپنې پټلۍ مسوولین د لاسته راوړنو تر څنګ له ګډونوالو غواړي څو افغانستان سره په ریلي همکاریو برخه کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې: « په دې سفر کې به شرافت په استراخان فورم کې وینا وکړي، د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ لاسته راوړنې به ګډونوالو ته وړاندې کړي، د دې ترڅنګ شرافت او ورسره مل پلاوی به ګډونوالو ته بلنه ورکړي چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ کې پانګونه وکړي. د استراخان فورم یو نړیوال فورم دی او د بېلابېلو هېوادونو استازو په کې ګډون کړی او د  افغانستان په استازیتوب د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر شرافت او مل پلاوی په کې ګډون کړی.»

په ورته وخت کې درانی وايي، افغانستان غواړي د ریلي همکاریو له طریقه د سیمه ییز اتصال مرکز شي، خو په خبره یې دې  برخه کې د نړیوالو اړوندو سازمانونو او هېوادونو اړیکې مهمې دي.

 درانی زیاتوي:« د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره غواړي چې دغه فورم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره ګټور تمام شي. موږ وکولی شو نړیوال پولي بنسټونه، هېوادونه او سوداګر دې ته وهڅوو او قناعت ورکړو چې  د افغانستان اوسپنۍ پټلۍ کې پانګونه وکړي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي، افغانستان لپاره د ځمکني ترانزیت برخه ځکه حیاتي ارزښت لري چې ارزانه هم تمامیږي او که دې برخه کې پرمختګونه زیات شي، کولی شي افغانستان د خپلو توکو او سوداګرۍ لپاره اروپايي بازارونو ته په اسانۍ لاره پيدا کړي.

 د اقتصادي چارو کارپوه میرویس حاجي زاده وايي: « دا غونډه چې د روسیې په استراخان ښار کې جوړېږي، په کې به د اوسپنې پټلۍ په اړه خبرې وشوي او دا د منځنۍ اسیا ټولو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سواګریزو اړیکو لپاره ډېر ښه فرصت دی او په ځانګړي ډول افغانستان ته، ځکه زموږ هېواد ډېره ښه جغرافیه لري، دا د جنوبي اسیا ترمنځ د یوه ارتباطي پل په توګه دی، موږ کولی شو روسیې ته ښه صادرات ولرو، هر څومره چې د منځۍ اسیا هېوادونو او ترڅنګ یې اروپايي هېوادونو سره زموږ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې وصل شي، دا به د افغانستان لپاره ډېر ښه فرصت وي.»

افغانستان  اوس مهال د حیرتان ، تورغوندۍ او اقینې په شمول په ګڼو بندرونو کې د سیمې له هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګري کوي چې له کبله یې هر کال زرګونه ټنه توکي له دغې لارې انتقال کیږي.

 سوداګر هم باور لري چې د هوايي دهلیز او لویو لاریو له لارې ورته د اوسپنې پټلۍ لاره اسانه او ارزانه تمامېږي او غوښتنه لري چې په دغه برخه کې باید همکارۍ زیاتې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو
افغانستان

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

جون 18, 2025
د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو
افغانستان

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

جون 18, 2025
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی
افغانستان

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 
افغانستان

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

جون 18, 2025
د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

جون 18, 2025
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist