Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما د افغانستان سرپرست حکومت د عمومي عفوې پر نقض تورن کړی

یوناما: د افغانستان زندانونو کې د زندانيانو شمېر زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/24

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په يوه تازه راپور کې ادعا کړې چې د سرپرست حکومت امنيت او استخباراتي ادارو په تېرو څو میاشتو کې له بشري حقونو سرغړونې کړي دي.

راپور کې راغلي، د پخوا پرتله زندانونو کې د زندانیانو شمېر زیات شوی په داسې حال کې چې حکومت ورته د ساتلو اړینې اسانتیاوې نه شي برابرولی.

د راپور یوه برخه:« د سپټمبر تر نیمايي پورې په زندانونو کې د بندیانو شمېر له ۱۷۰۰۰ لوړ شوی، چې دغه کار  د زندانونو چارو سمون اداره له ننګونو سره مخ کړې کومه چې  د کافي منابعو له نشتون سره مخ ده.»

یوناما د بشر حقونو مدافعینو او د رسنیو د کارمندانو خپلسرې نیونې او بندي کولو په اړه هم په خپل راپور کې مالومات ورکړي او لیکلي یې دي چې مدني فعالانو او رسنیو کارکوونکو نیونې دوام لري.

د راپور یوه برخه:« برحاله چارواکو د ناڅرګندو دلایلو له مخې د بشري حقونو د مدافعینو او په ځانګړي توګه د ښځو حقونو فعالان او د رسنیو کارکونکو نیول جاري ساتلي.»

کارپوهان ملګرو ملتونو اړوند ادارو راپورونه بې اغیزې نه بولي او له اسلامي امارته غواړي چې په ځینو برخو کې د ستونزو حل سره دا ډول راپورونه رد کړي.

که څه هم د یوناما په راپور کې  د امنیتي پېښو کمښت یادونه کړې او ويلي دي چې خونړي بریدونو په شمېر کې کموالی راغلی.

یوناما په راپور کې ادعا کړې چې د تير حکومت نظامي کارکونکي نیول شوي او په زندان کې ورسره د بشرحقونو خلاف چلن شوی.

 د اسلامي امارت ویاند مو د وروستي راپور په اړه وپوښت خو نوموړي د نظر ورکولو ډډه وکړه خو وړاندې له دې یې دا ډول راپورونه له حقیقته لرې بللي ول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist