• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټول هېواد کې د هرات له زلزله ځپلو سره د نقدي مرستو راټولو کمپاینونه پيل شوي

د هرات زلزله ځپلې کورنۍ د ژمنیو مرستو او سرپناه لپاره جدي اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/24

په افغانستان کې سږ کال ژمی داسې مهال په رانږدې کېدو دی، چې میلونونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب او د کورونو ګرمولو لپاره د امکاناتو له نشتوالي سره مخ دي.

د دې خلکو یوه برخه يې تازه  د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ کې د زلزلې قربانیان دي چې سخت ژمی په مخکې لري، خو خپلې سرپناوې، معشیت او هر څه يې له لاسه ورکړي.

د ملګرو ملتونو اوړندو موسسو په همدې اړه د اندېښنو په شريک کولو سره ویلي، چې په سیمه کې پاتې ژوندیو کسانو ته لازمې مرستې نه دي رسول شوي او د ژمي  له داخلېدو مخکې يې باید د سرپنا او خوړو ستونزو حل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي:« وخت د تېرېدو په حال کې ده؛ خو اړینې او لازمې مرستې په کافي اندازه نه دي ترسره شوي. د هرات زلزله ځپلې کورنۍ په را روان ژمي کې د ژوندي پاتې  کېدو او د خپل ژوند چارو د بېرته رغولو لپاره بېړنیو اړینو مرستو ته اړتیا لري.»

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي:« هرات کې زیامنې شوې کورنۍ سرپنا ته جدي اړتیا لري. ژمی د را رسېدو په حال کې دی، چې دا به د یادو کورنیو لپاره ډېر سوړ ژمی وي. دغه کورنۍ اوبو، خوړو، سړک او د ښه ژوندانه نورو معیشتونو ته جدي اړتیا لري.»

د خوړو نړیوال پروګرام هم د يادو کورنيو وضعيت ته په کتو اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي، په هرات کې اوس هم خلک له احتمالي زلزلې په وېره کې دي او پر مرستو د ټينګار ترڅنګ د کورنيو او معشیت له لاسه ورکول يې سخت حالت بللی.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیواله اداره وايي:« دوې اوونۍ کېږي، چې د افغانستان لوېدیځ هرات سختې زلزلې ځپلی او زیانمن شوي اوسېدونکي یې په ډار او د ژوند په سخت حالت کې ژوند تېروي. په سیمه کې د کور او ژوند له لاسه ورکول زړه ماتوونکی حالت رامنځته کړی.)»

خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت بیا ډاډ ورکوي، چې زیانمنو خلکو ته يې یو لړ مرستې رسولي او د نورو په لېږد او تنظیم جدي کار روان دی، څو د ژمي پرمهال خلک له ستونزو وژغوري.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې دوه اوونۍ وړاندې سختې زلزلې نږدې درې زره کسان شهیدان او زرګونه نور ټپیان کړل.

 د سرپرت حکومت په ګډون ګڼو هېوادونو، افغان سوداګرو او عامو خلکو خپلې پراخه مرستې له یادو کورنیو سره اعلان کړي، خو دا چې دا مرستې به په کوم ډول او کومو مواردو زیانمنو کورنیو ته ورسول شي، هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 
افغانستان

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي
افغانستان

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې
افغانستان

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025

وروستي خبرونه

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
د جګړې پنځمه ورځ؛ اسراییلو د ایران پر ملي ټلوېزیون او ګڼو پوځي تاسیساتو بریدونه کړي

د جګړې پنځمه ورځ؛ اسراییلو د ایران پر ملي ټلوېزیون او ګڼو پوځي تاسیساتو بریدونه کړي

جون 18, 2025
خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist