• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروزګان کې یو شمېر خصوصي رسنۍ د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي

اروزګان کې یو شمېر خصوصي رسنۍ د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/24

په اروزګان ولایت کې دا مهال ۵ خصوصي راډيوګاني او يو خصوصي ټلويزیون چینل فعالیت کوي چې د مسوولينو په وينا يې د اقتصادي ستونزو له امله د تړل کېدو حالت ته نږدي شوي.

په دغه ولايت کې  د خصوصي رسنيو استازي له نړيوالو موسیساتو او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو تر چترلاندې د مرسته کوونکو سازمانونو څخه غوښتنه کوي چې مالي تمويل یې وکړي.

د رسنيو استازي وايي، تر نړيوالو موسیساتو یې د غږ رسولو په هدف د اقتصاد رياست مسوولينو سره هم خپلې ستونزې شریکې کړي دي.

اروزګان ولایت کې د یوې خصوصي رسنۍ مسوول خان محمد سیال وايي:« په دې وروستیو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې غږیزې او انځوریزې رسنۍ دواړه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د هغو له جملې یو ارزګان ولایت دی، چې رسنۍ په کې ډېر بد وضعیت کې قرار لري او ان د تړلو له ګواښ سره مخ دي. هغه رسنۍ چې وړاندې به یې ۱۵ کارکوونکي لرل اوس دوه یا درې کارکوونکي لري.»  

اروزګان کې د یوې خصوصي رسنۍ مسوول احسان الله ولسمل وايي:« که اعلانات رانه کړل شي نو موږ له ډېرو نورو ستونزمنو حالاتو سره مخ شو. نو هېله مو دا ده، چې رسنیو ته اعلانات ورکړل شي. تېره ورځ مو هم همدا غوښتنه وکړه، د اقتصاد له رئیس چې موسیسې وهڅوي ترڅو رسنیو ته اعلانات ورکړي، دا رسنۍ د ټول ولس رسنۍ دي. یوازې زموږ رسنۍ نه دي، موږ د ټول ولس لپاره فعالیت کوو، نو دوی باید له موږ سره په هره برخه کې ملاتړ وکړي.»

د دغو رسنيو ستازو په وينا چې اوس مهال له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دي او په وينا يې پر ټولو کارکوونکو يې د کار په بدل کې امتيازات بند کړي دي.

دوي وايي، که يې شته ستونزو ته پاملرنه ونه شي رسنۍ به يې سقوط شي.

په اروزګان کې ځايي مسولين هم د رسنیو مالکینو ستونزې مني او وايي، اقتصادي ستونزې به له موسیساتو سره شريکې کړي او غوښتنه به ترې وکړي چې د عامه پوهاوي ټول پرګرامونه د اعلاناتو په ډول خصوصي رسنيو ته ورکړي.

د یاد ولایت اطلاعاتو او کولتور مشر قاري اغاولي قریشي ژمنه کوي چې په رسنيو کې د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو لپاره به د اطلاعات او کلتور وزارت څخه هم مرسته وغواړي.

قريشي زیاتوي:« موږ ډېرې زیاتې هلې ځلې کړې دي، تر ولایتي مسوولینو مو هم د رسنۍ او خبریالانو غږ رسولی دی، مرکزي مسوولینو ته مو هم د دوی غږ رسولی دی. بیا به هم هڅه کوو، چې د خبریالانو غږ در ولایتي او مرکزي مسوولینو پورې ورسوو.»

په اروزګان  کې د خصوصي رسنيو استازو په دغه ولايت کې د اقتصاد رياست څخه غوښتنه وکړه، چې نړيوال موسیسې دې  وهڅوي ترڅو خصوصي رسنۍ له سقوط څخه وژغوري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي
افغانستان

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې
افغانستان

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو
افغانستان

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

جون 17, 2025

وروستي خبرونه

له افچین شرکت سره د آمو نفتي حوزې د نفتو استخراج تړون لغوه شو

له افچین شرکت سره د آمو نفتي حوزې د نفتو استخراج تړون لغوه شو

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
د جګړې پنځمه ورځ؛ اسراییلو د ایران پر ملي ټلوېزیون او ګڼو پوځي تاسیساتو بریدونه کړي

د جګړې پنځمه ورځ؛ اسراییلو د ایران پر ملي ټلوېزیون او ګڼو پوځي تاسیساتو بریدونه کړي

جون 18, 2025
خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist