د افغانستان بیارغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) په خپل تازه راپور کې د افغانستان ښوونیز سيستم له جدې مالي ننګوونو سره مخ بللی دی.
راپور کې ویل شوي، که څه هم امريکا د دې هېواد ښونیزو بنسټونو ملاتړ کړی، خو پر دې سر بېره هم د دولتي ښوونځيو سيستم نيمګړی پاتې دی.
راپور کې انديښنه ښودل شوې چې له سرپرست حکومت سره پر نړيوالو مرستو بندیز او د مالي لښګوتونو نه راټولېدل به د دې هېواد ښوونیز بهیر له جدي ننګو سره مخ کړي.
د راپور یوه برخه:« طالبانو ته د بهرنيو مرستو پر ورکړې د بنديز او د بهرنۍ مالي بسپنې د نه راټولېدو له امله دا مالومه نه ده، چې طالبان به څنګه د نورو اضافي ټولګيو، د ښوونکو معاشونو او د ښوونځيو عادي لګښتونو لپاره مالي امکانات پوره کړای شي. که څه هم امريکا او نور نړيوال مرستندويان او نور د خصوصي ښوونځيو ملاتړ کوي، خو بیا هم د افغانستان د عامه ښوونځیو سیسټم نیمګړی پاتې دی او د لګښتونو لپاره د مالي سرچینو د نشتوالي له امله زوال سره مخ دی.»
تحليل کوونکي د سيګار خپور کړي راپور ته په اشارې وايي، د نجونو پرمخ د ښونځيو بندښت پريکړې دوام د مالي ملاتړ کوونکو شمیر کم کړی او په خبره یې دا چاره د افغانستان ښوونیز بهیر پر زيان ده.
د سياسي چارو تحلیل کوونکی واحد فقیري وايي: « دا چې سیګار وايي د افغانستان تعلیمي نظام له زوال سره مخ دی، زما په نظر دا څرګنده او رښتیا خبره ده او طالبانو په رښتیا هم د افغانستان د تعلیمي نظام خرابولو ته ملا تړلې ده، له دوو کلونو راهیسې چې دوی راغلي متواتر یې په تعلیمي نظام ګوزارونه کړي دي.»
خو پوهني وزارت د سګار خپور کړی راپور بې اساسه بولي او وايي، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې يې ښونیز سيستم د فعال ساتلو لپاره ځانګړې پالیسې جوړه کړې او اوس مهال په ټولو لايتونو کې د کليوالي او دولتي ښونځيو ټولې چارې له خنډ پرته جريان لري.
د پوهنې وزارت د نشراتو مشر منصور احمد حمزه وايي: « موږ د افغانستان د سیمهییزو ښوونځيو په اړه سیګار ادارې راپور بې بنسټه بولو او یادونه کوو چې د افغانستان اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت وروسته د پخوا په پرتله د ټول هېواد ښوونیزو بنسټونو په ځانګړي ډول کلیوالي ښوونځيو د درسونو د کیفیت لوړولو او د ښوونیزو اسانتیاوو په برخه کې خورا زیات ښه والی راغلی. د پوهنې وزارت مشرتابه د یادې موضوع د بنسټيز حل په موخه یو درې کلن عملیاتي پلان او چوکاټ جوړ کړی دی چې همدا اوس د یاد وزارت کارپوهان او مرکزي کاري ټيمونه په ولایتونو کې د وضعیت په هراړخیړ تحلیل بوخت دي او ترڅ کې به یې زموږ د ښوونیز نظام ټولې اړتیاوې پوره او د لویو پرمختګونو شاهدان به واوسو.»
سیګار داسې مهال راپور خپروي چې وړمه ورځ اروپايي ټولنې د راتلونکو دوه کلونو لپاره د خوړو له نړيوال پروګرام سره د ۹.۹ ميليونه ډالرو په ارزښت هوکړه لاسليک کړه، چې له مخې به يې ياد سازمان په ښونځيو کې ۹۰۰ زره هلکانو او ۸۵۰ زره نجونو لپاره خواړه چمتو کوي.