Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
برېټانیا له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي

برېټانیا له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/23

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت اړوند د ګډو ګټو او پراختیا ادارې افغانستان ته د خپلو وګړو د تګ په تړاو خبرداری ورکړی دی.

یادې ادارې ادعا کړې چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت کرکېچن دی او له خپلو وګړو یې غوښتي چې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.

یادې ادارې  زیاته کړې:« تاسې باید افغانستان ته سفر ونه کړئ. د دې احتمال زیات دی چې ترهګر د افغانستان پر یو شمېر برخو بریدونه وکړي. په دې هېواد کې د روژې میاشتې په ګډون په مذهبي ورځو او مراسمو کې د ترهګریزو بریدونو د قوي احتمال وېره زیاته شوې. په افغانستان کې امنیتي وضعیت کړکېچن دی. د هوايي ډګرونو شاوخوا سربېره په ټول افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو ګواښ لوړ حد کې دی.»

خو د افغانستان سرپرست حکومت د امنیتي وضعیت د خرابوالي او د احتمالي ترهګریزو بریدونو په تړاو د یادې ادارې دغه مالومات ناسم او له واقعیته لرې ګڼي.

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت د بل هر وخت پرتله ښه شوی او په دې تړاو د ورته بهرنیو ادارو له لوري د ناسمو مالوماتو په رڼا کې د هېواد د امنتي وضعیت ناوړه ښودل ښکاره پروپاګنډا هڅه ګڼي.

کریمي زیاتوي: « نه یوازې په خبرو کې بلکې موږ په عمل کې دا ثابته کړې ده چې د افغانستان خاوره خوندي ده، تر اوسه ترې د هېڅ چا خاورې زیان نه دی لیدلی او د هغوی  ګټو خلاف نه ده کارول شوې، دا تشې ادعاوې دي او حقیقت نه لري. اسلامي امارت په دې برخه کې خپل رسالت ادا کړی دی او راتلونکې کې هم دې ته ډېر متوجې دي ان شاءالله.»

 د سیاسي چارو شنونکي وايي، د بهرنیو ادارو او سازمانونو له لوري د ورته اطلاعاتو خپرولو ترشا ځینې پټ او مرموزې موخې دي چې دغه ادارې له دې لارې ورته د رسېدا هڅه کوي.

 د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا هم یو تصور دی چې کېدای شي دلته خپلې موخې ولري او غواړي د افغانستان حالت، امنیت او وضعیت نړیوالو ته داسې وښيي چې دلته وضعیت ښه نه دی او یو بدلون باید راولي او اقدام وکړي، کېدای شي همداسې کوم پرګرام دوی جوړ کړی وي ځکه اوس خو د اوکراین مسلې کچه هم ټيټه شوله.»

ځینې نور بیا وايي، د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ روانه جګړه او پر غزې تړانګې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د مرګونو هوايي بریدونو وروسته د غرب پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د احساساتو پارېدنه ښايي لویدیځ هېوادونه د خپلو وګړو د ژوند په وړاندې حساس کړي وي.

 د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « زه فکر کوم چې د دې یو اساسي علت د فسطینیانو او اسراییلو روانه شخړه ده. په اسلامي نړۍ کې د غرب پر وړاندې احساسات ډېر زیات شوې دي، خلک فکر کوي چې غرب د اسرائیلو په ظلمونو کې ښکېل دی او په رښتیا هم دغسې ده.»

یاده اداره داسې مهال د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاواندېښنې شریک کوي چې له دې وړاندې ګڼو هېوادونو او نړیوالو ادارو په افغانستان کې وضعیت د ډاډ وړ بللی او د ترهګرۍ پر وړاندې  یې د افغان حکومت کړې مبارزه ستایلې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist