د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د خوړو نړيوال پرواګرام له مشرتابه او دغه راز د خوړو او کرنې نړيوال سازمان له مشرانو سره په کتنه ويلي، د افغانانو د ملاتړ لپاره په دې هېواد کې د خوراکي توکو خونديتوب او تقويه کول مهم او اړين دي.
هغه زیاته کړې:«د خوړو نړيوال پروګرام او د خوړو او کرنې نړيوال سازمان چې میلیونونو افغانانو ته ژوند ژغورونکي کرنیزو او خوراکي توکو مرستې رسوي، د دوی له مشرتابه سره خبرې اترې وکړې. د افغانستان له خلکو نه د ملاتړ لپاره د هېواد خوراکي توکو خوندیتوب او تقویه کول مهم دي.»
بل لور ته په افغانستان کې د اورپايي تولنې شارژدافیره رافایلا یودیس وايي، په لومړنيو ښوونځيو کې د افغان نجونو او هلکانو د خوراکي توکو ملاتړ په موخه يې د خوړو له نړيوال پروګرام سره د ۱۰ ميليونه ډالرو په ارزښت تړون لاسليک کړی.
هغې زیاته کړې:« نن ډېره خوشاله يم چې ووايم، موږ د خوړو له نړيوال پروګرام سره په لومړنيو ښوونځيو کې د دوه ميليونه نجونو او هلکانو د ملاتړ لپاره د لوږې مخنيوي په موخه قرارداد لاسليک کړی. دا قرارداد يوې مياشتې لپاره د۱۰ ميليونه ډالرو ارزښت لرونکی دی او دا افغان ماشومانو ته د پاملرنې په برخه کې د خوړو نړيوال پروګرام او اروپايي ټولنې يو بل ثبوت دی.»
خو د نړيوالو بشري مرستو سره سره لا هم په کابل کې ګڼ شمېر کورنۍ د يوه وخت لپاره خوراکي توکي نه لري.
دوی دغه راز د خوراکي توکو د مرستې د ورکړې پر ځاې دوی ته د دايمي کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « بېکاري ده، کار او غریبي نشته، زه خپله خټګر وم او اوس کراچيواني کوم. کار نشته، مارکېټ ته چې ځم که د۲۰ یا ۵۰ افغانیو کار وي خلک دې له مجبوریته ګټه اخلي او وايي ۱۰ افغاني درکوم. موږ هم چاره نه لرو او باید ورسره یې ومنو.»
تحليل کوونکي هم د نړيوالو بشري سازمانونو په دوامدار مرستو ټينګار لري.
د دوی پر باور په افغانستان کې اوس همال ګڼې کورنۍ د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او که ملاتړ يې ونه شي نو انديښنې شته چې بشري بحران به رامنځته شي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی ادريس ځاځی وايي: « په درېیو وخته ډوډۍ کې د یوه وخت نه درلودل هغه اندېښنې دي چې باید ملګري ملتونه یا هغه سازمانونه او ارګانونه چې په دې برخه کې کار کوي جدي پاملرنه ورته وکړي، ځکه له یوې خوا د خوړو کمښت یا د حلال رزق د ګټلو لپاره د زمینې نشتوالی له بلې خوا د هوا سړېدل او د ګاونډيانو چلن ټولې هغه ستونزې دي، چې نړیوال او هغه موسسې چې په دې برخه کې کار کوي جدي اقدامات وکړي، که نه نو خدای مه کړه افغانان به له یوه لوی ناورین سره مخ شي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو اړونده ادارو ويلي، په افغانستان کې ۹۰ سلنه خلک د فقر جدي ګواښ سره مخ دي او په دې برخه کې د نړيولو سازمانونو د دايمي ملاتړغوښتنه کړې وه.