Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې افغان کډوال: د تېر پرتله مو ژوند ستونزمن شوی

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو اېستلو ضرب الاجل پای ته یوازې ۱۰ ورځې پاتي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/22

په داسې حال کې چې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د اېستلو ضرب الاجل پای ته یوازې ۱۰ ورځې پاتې دي، خو لا هم په یاد هېواد کې یو شمېر افغان کډوال شکایت کوي، چې دغلته ناوړه وضعيت سره مخ دي.

په پاکستان کې یو شمېر هغه افغانان، چې د کورونو خاوندانو یې د دې هېواد د حکومت په امر دوی ته له کورونو د وتلو امر کړی وايي، د خپل راتلونکي وضعيت په اړه اندېښمن دي او له سرپرست حکومته غواړي د وضعيت لپاره معقول حل پيدا کړي.

پاکستان کې افغان کډوال ظاهر بهاند وايي: « وروسته له لومړۍ نېټې به پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت نور هم کړکېچن شي، ځېنو هېوادونو دا موضوع غندلې ده. زما  په اند پاکستان هېڅکله له افغانستان سره رښتیني دوستي نه غواړي او له کلونو راهیسې له افغانستان سره دوه مخی سیاست لوبوي.»   

یو شمېر نور افغان هم ورته شکایت کوي او وايي، د دوی د کورونو څښتنانو ور ته له لس ورځې کم وخت ورکړی څو کورونه خالي کړي.

کډوال حاجي خوږياڼیوال وايي: « موږ د افغانستان موجوده حکومت له حمکرانانو غواړي چې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو او یو این سي ار سره دې خبرې اترې وکړي، ناقانونه افغان کډوال دې راجسټر کړي، که نه راجسټرېږي د دوی وخت دې تمدید کړي. له یوې خوا ورښتونه دي او هوا سړه شوه او له بلې خوا د حکومت لخوا ځورول کېږي، افغانستان کې هم ورته زمینه برابره نه ده دوی هلته خپل کورونه نلري چې لاړ شي.»

خو ظاهرا د افغانانو ځورونه یوازې په پاکستان پورې محدوده نه ده، په ایران او ترکیې  کې هم یو شمېر افغانان له دوی سره له کېدونکي ناوړه چلند شکايت کوي.

د کډوالو د حقونو فعالان وایي، په يادو هېوادونو کې د افغان کډوالو نیونه باید بنده او ناوړه وضعیت ته يې بايد رسېدنه وشي.

د کراچۍ په ښار کې د افغانستان کونسل  سید عبدالجبار تخاري وايي: « افغانان په دې اړه اندېښمن دي چې د اکتوبر تر پایه چې کوم مهلت دوی ته ورکول شوی دا ډېر کم وخت دی او دوی نه شي کولی د خپل تګ انتظام وکړي، پر همدې بنسټ د نړیوالو غوښتنه هم له پاکستانه همدا وه چې افغانان ونه ځورول شي او دوی پرېږدي چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي.»  

په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا له پاکستاني حکومته غواړي چې د افغان کډوالو پر وړاندې زور زیاتی ودروي او د کډوالۍ نړیوالو اصولو ته په پام چلن وکړي.

د مجاهد په خبره،  دغه ډول پرېکړې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې واټن رامنځته کولی شي.

هغه زیاته کړې:« د افغان کډوالو په اړه زموږ غوښتنه بیا هم دا ده چې باید انساني چلن ورسره وشي، د دوی په اېستلو کې له زور زیاتي کار وانه خیستل شي او و نه ځورول شي. موږ هم غواړو، چې افغانان خپل کور ته راشي، ښه ارام ژوند ولري او کډوالۍ ته د پای ټکی کېږدي. اوس مهال په ګاونډي هېوادونو کې ورسره انساني او اسلامي چلن غواړو او دا د دوی حق دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، په ګډون د دغه سازمان نورو کارپوهانو هم له پاکستانه غوښتنه کړې چې اسلامي اباد دې هغه پرېکړه لغوه کړي، چې له مخې یې څه باندې یو میلیون افغان کډوال له پاکسته اېستل کېږي.

خو پاکستان وايي، د افغان کډوالو په ګډون ټولو بهرنيو ناقانونه کډوالو ته د اېستلو په اړه ورکړل شوی مهلت د تمديد وړ نه دی او بايد چې ياد کډوال د اکټوبر تر وروستۍ نېټې له دې هېواده ووځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist