Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند یو ځل بیا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې

هند یو ځل بیا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/19

د افغانستان او سيمې په تړاو په نږدې هرې جوړېدونکي غونډې کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کېږي.

تازه د هند ملي امنیت سلاکار اجیت ډووال د هند او منځنۍ آسیا ملي امنيت سلاکارانو په ناستې کې چې په قزاقستان کې ترسره شوه ويلي، د افغانستان روانې کشالې ته د معقولې حل لارې لټول لا هم د هند په لومړیتوب کې دی.

ډووال ویلي، له افغانانو سره په بشري مرستو سربېره باید د افغانستان سرپرست حکومت وهڅول شي، چې ټولګډونه حکومت جوړ، ترهګرۍ سره کلکه مبارزه او د بشري حقونو خوندیتوب ته ځانکړي پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړې:« د افغانستان وضعیت زموږ د ټولو لپاره د اندېښنې وړ دی. زموږ په لومړیتوبونو کې د بشردوستانه مرستو چمتو کول، په رېښتیني ډول د ټولګډونه حکومت رامنځته کول، چې د تروریزم او نشه‌يي توکو قاچاق سره مبارزه او د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو د حقونو ساتنه وکړي، شامل دي.»

د پوځي چارو کارپوه سرور نيازی وايي: « هند غواړي چې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د پرمختګ مخنیوی وکړي، ځکه چې پاکستان له ترهګریزو ډلو سره نږدې اړیکې لري نو پر همدې بنسټ هند تل د افغانستان له اړخه اندېښمن دی.»

اجيت‌ ډووال ډاډ ورکړی، چې هېواد به يې له عامو افغانانونو سره مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بيا د هند او نورو هېوادونو له لوري د ټولګډونه حکومت په اړه وړاندې کېدو تجويز د افغانانو پر پرېکړې پورې تړي او غوښتنه کوي، چې هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنه نه کوي.

مجاهد زیاتوي: « له ټولو هېوادونو چې له افغانستان سره همکاري کوي مننه کوو او دا خبره د اسلامي امارت اصولي دریځ دی چې ځېني مسایل زموږ کورني موضوعات دي، هېوادونه باید په هغې کې لاسوهنه ونه کړي، لکه موږ چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو؛ نو له نورو مو هم هېله دا ده چې زموږ په کورینو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، نور مو تل د دوی همکارۍ ستایلې دي او اسلامي امارت له دوی ښې اړیکې او پیاوړې همکارۍ غواړي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبداللطیف نظري وايي: « د افغانستان خلک بهرنۍ نسخې نه مني، ځکه دغه تاریخي تجربې باید بیا تکرار نه شي، دا تر ټولو لوی درس دی چې ټول هېوادونو باید د افغانستان له تحولاتو زده کړی وي. د ټولګډونه حکومت بحث د افغانستان د خلکو او نظام اړوند دی او موږ خپلو ملي ګټو ته په پام سره ټولګډونه حکومت په خپلو قوانینو کې نیولی دی.»    

د نړیوالو اړیکو کارپوهان هم د افغانستان اړوند مسايلو په تړاو ورته څرګندونې سياسي لاسوهنه بولي، خو ټينګار کوي، چې حکومت د يادو بهانو رفعه کولو لپاره باید مسلکي کسان پر کليدي ځايونو وګماري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « زما په نظر ټولګډونه حکومت یعنې کار اهل کار ته باید وسپارل شي او دا اړینه ده چې حکومت باید پراخه شي، څوک چې پوهه، تخصص او تقوا لري، ژمن وي نو باید په بېلابېلو لوړرتبه څوکیو باندې وګومارل شي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « د افغانستان د رښتینو سیاسي ګوندونو د استازو او شخصیتونو په ګډون د ټولګډونه حکومت رامنځته کول د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د ګاونډي هېواد هند په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لویه غوښتنه ده.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو دوه کاله او دوې میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه پورې هېڅ هېواد دغه اسلامي امارت پر رسمېت نه دی پېژندلی.

په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل، د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار حقونو خونديتوب او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د رسمېت پېژندنې لپاره هغه شرایط دي، چې د نړیوالو په باور چې اسلامي امارت تر اوسه نه دي پوره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist