Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقاعدین له سرپرست حکومت د خپلو حقونو ورکړې غوښتنه کوي

متقاعدین له سرپرست حکومت د خپلو حقونو ورکړې غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/19

د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په ځلونو متقاعدینو د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د اعتراضیه غونډو په ترڅ کې د خپل تقاعد غوښتنه کړې.

تازه یو ځل بیا د تقاعد ریاست مخې ته را ټول شوي متقاعدین د خپلو حقونو د نه ورکړې له امله را ټول شوي او له سرپرست حکومته غوښتنه کوي، چې دغه حق دې وکړي.

یو تن متقاعد محمد عیسی وايي: « دوی باید زموږ غږ واوري او لبیک ورته ووايي، پر موږ شفقت او مهرباني وکړي. زموږ په اولاد زړه وسوزوي، ژمی راروان دی، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو. زموږ د متقاعدینو د معاش د ورکړې په برخه کې دې مسوولین د تقاعد ریاست او د مالیې وزارت ته دنده ورکړي.»

د یوه متقاعد مېرمن مرحمه وايي: « زه له اسلامي امارته غواړم چې زما د خاوند تقاعد دې ماته راکړي، چې زما ستونزې هوارې شي. زه خرڅ خوراک ته ورسېږم، ناروغۍ ته ورسېږم، د کور کرایه ورکړم، لرګي واخلم کومه خوا را ونیسم. بیګا یې چې خورم سبا ته حېرانه یم او سبا یې چې خورم بېګا ته حېرانه یم، زه څه ته ورسېږم. د کار هېڅوک نه لرم خاوند مې و په حق ورسېده، په همدې تقاعد یې موږ خپلې شپې او ورځې تېرولې.»

دغه متقاعدین وایي، اقتصادي ستونزې یې اوج ته رسېدلي او ان ځینې د سړک په سر سوال کولو ته اړ شوي.

دوی وایي، په تېرو ۴۰ کلونو کې یې د خپل هېواد لپاره خدمت کړی او په خبره یې دا یې خپل قانوني حق دی چې باید تر لاسه یې کړي.

یو تن متقاعد شاه وزیر وايي: « اوس چې خدای دا نظام موږ ته راکړی موږ یې باید قدر او عزت وکړو خو له اسلامي امارته زموږ دا غوښتنه ده چې له موږ سره دې د مور او مېرې چلن نه کوي. موږ له دوی کوم خیرات یا صدقه نه غواړو، موږ ته دې خپل حق چې تقاعد دی راکړي او دا زموږ له خپل معاش ګرځېدلې پیسې دي.»                

یو بل متقاعد عبدالجلیل مرادي وايي: « موږ همدې خاورې او هېواد ته خدمت کړی، له بهره نه یو راغلي، موږ خپل قانوني حق غواړو. دا متقاعدین درې کاله کېږي چې خپل حق غواړي؛ خو تراوسه توشیح شوی نه دی، ۱۱ میاشتې وشوې چې وايي مقرره کندهار ته تللې خو تراوسه نه ده توشیح شوې.»

د حقوقي چارو کارپوهان ستونزو ته په کتو دا  د هر حکومت مسوولیت ګڼي، چې د متقاعدینو حقوق ورکړي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي، چې د متقاعدینو حقوق ژر تر ژره ورکړي.

د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « زه وایم چې تقاعد د دې خلکو حق دی او باید ور یې کړي، ځکه دولتونه به ځي راځي، دا که نه وي نو د دوی کسانو ته به بیا راتلونکی حکومت تقاعد نه ورکوي. د اسلامي امارت په مشرانو غږ کوو چې دې خلکو ته خپلې پیسې چې تقاعد دی باید ورکړل شي. که بودیجه نه لري نو بیا دې په داسې پلان کار وکړي چې له مخې یې په دوو یا درېیو پړاوونو کې دوې ته خپل حق ورکړي.»

که څه هم دغه موضوع مو د اسلامي امارت له مسوولینو  شریکه کړه خو د راپور تر خپرېدو یې ځواب رانه کړ.

خو له دې وړاندې حکومت یاده موضوع په دیني عالمانو پورې تړلې بللې وه او په خبره یې، په دې اړه د ديني عالمانو له مثبتې پرېکړې وروسته به د هغوی حقوق ورکړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist