د چين په کوربتوب د يوې لارې او یوه کمربند درېيمه ناسته دوام لري. دې ناستې ته د افغانستان په ګډون د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتين او د ۱۳۰ نورو هېوادونو استازي او لوړ پوړي چارواکي هم وربلل شوي دي.
په دې غونډې کې د چين ولسمشر شي جین پينګ د یوه لاره یو کمربند په اړه د يوې لسيزې هڅې له لاسته راوړنو ډکې وبللې او زياته يې کړه، چې د يادو هڅو په پایله کې په نړيواله کچه د هېوادونو ترمنځ د همکاريو يوه شبکه رامنځته شوې.
شي جین پينګ دغه راز ياده لويه پروژه د اقتصادي پیوستون د پراختيا، په سوداګرۍ او مالي برخو کې د ګډې همکارۍ لپاره ګټوره ياده کړه.
هغه زیاته کړه:« یوه لاره او يو کمربند د پيوستون پر پراختيا، پالېسيو، زيربنا، سوداګرۍ، مالي همکاريو او د خلکو ترمنځ د پيوستون پر پراختيا باندې تمرکز کوي، د نړيوال پرمختګ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي او نړيوالو اقتصادي همکاريو لپاره مکانېزم معرفي کوي. په دې لسو کلونو کې توانېدلي يو، چې د پيوستون نړيواله شبکه رامنځته کړو.»
د اقتصادي چارو شنونکي دا دول ناستو کې د سرپرست حکومت د استازي ګډون له ارزښت او ګټې خالي نه بولي او پر باور يې په دې ناسته کې به د سرپرست حکومت استازی وکولی شي، له دې لارې په ګټې اخېستنې سره د نړيوالې پانګونې جذب ته زمينه برابره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « په اقتصادي لحاظ دا د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده او د پانګونې لپاره چین او نور هېوادونه کولی شی چې په افغانستان کې په ډېره اسانه طریقه پانګونه وکړي، دا د فقر او بې وزلۍ د له منځه وړلو او په اقتصادي برخه کې مثبت رول لري او خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.»
د يوه لاره او يو کمربند په دې ناسته کې د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست شتون لري او د هغه پريکړو برخه به وې چې په دې غونډه کې پرې هوکړه کېږي.
خو د اقتصادي چارو شنونکي بیا ټېنګار پر دې کوي چې د هيواد استازی بايد د چين د پانګوونې په جذب کې محتاطانه ګام پورته کړي او په هغو لارو چارو غور وکړي چې د چين پرتله يې د افغانستان د ګټې انډول دروند وي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد آصف ستانکزی وايي: « موږ باید خپل ګاوندي پاکستان ته فکر وکړو چې دومره زیات د چین پوروړی دی چې اوس نه شي کولی چین ته یا ځواب ورکړي او یا یې پور تادیه کړي؛ نو په دې برخه کې د چین پانګونې ته باید جدی پاملرنه وشي ترڅو په ټولو هغو برخو کې چې افغانستان ورته اړتیا لري په هغې کې د پانګونې ښه مدیریت وشي دا به ډېره د افغانستان پر ګټه وي.»
سرپرست حکومت هم دې ناستې ته تمې لري او وايي یوه لاره او یو کمربند به وکولی شي د خپلې سوداګرۍ او توليداتو لپاره په خلیجي، مرکزي اسیا او اروپايي هېوادونو کې ښه بازار پیدا کړي.
د چین ولسمشر دې ناسته ته په وينا کې ويلي، د یوه لاره او يو کمربند ناسته د غړو هېوادونو د ګډو پلانونو او شريکو ګټو پر اساس ولاړه ده او هېڅکله هم د يوه هېواد ګټې نه تعريفوي.