Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې بې سرپرسته ماشومان له حکومته د زده کړو غوښتنه کوي

کندهار کې بې سرپرسته ماشومان له حکومته د زده کړو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/18

د کندهار ښار په بېلابیلو برخو کې پر درنو کارونو بوخت ماشومان له حکومته غواړي چې د زده کړو زمینه ورته برابره کړي او  مالي ملاتړ يي وکړي.

بیلال احمد او کبیراحمد دوه هغه ماشومان دي چې له مجبوریه د موټرسیکل جوړولو په ورکشاپ کې کار کوي.

د دوی لویه هېله ښوونځي ته تلل دي خو د ګټي وټي کوم بل کس نه لري او اړ دي چې خپله کسب زده کړې.

بیلال احمد وايي: « زه مجبور یم، کار کوم، پلار مې سپین ږیری دی. د کار کولو لپاره بل څوک نشته. زه کار کوم یو څه ګوزاره کېږي کور ته یو شی نیم وړم. ښوونځي او مدرسې ته نه ځم، ځکه مجبوره یم کار وکړم.»

پر درنو کارونو بوخت یو بل ماشوم کبیراحمد وايي: « په کور کې څه نه لرو نو مجبور یم، دلته راځم کار کوم. کله چې له کار وروسته یو څه پیسې ترلاسه کړم نو کور ته پرې یو څه واخلم.»

د بیلال احمد او کبیراحمد په څېر کندهار کې زرګونه نور ماشومان د خښتو په بټیو، د موټرونو جوړولو په ورکشاپونو، هوټلونو او نورو بېلابیلو ځایونو کې پر درنو کارونو بوخت دي، چې زیات يي له زده کړو هم بې برخې دي.

د ماشومانو د چارو کارپوهان په درنو کارونو د ماشومانو اخته کیدل د اندیښني وړ بولي او زیاتوي چې باید یادو ماشومانو څخه ملاتړ وشي او ورته د زده کړو زمینه برابره سي.

 د ماشومانو چارو کارپوه حافظ احمد نعماني وايي: « دولت مکلف دی چې د هېواد بچیانو ته د تعلیم او زده کړو زمینه برابره کړي ترڅو هغه ماشومان چې په شاقه کارونو بوخت دي، زده کړو ته مخه کړي او راتلونکې یې روښانه شي.»

که څه هم کندهار  کې پر درنو کارونو او سړک پر سر د بوختو ماشومانو شمیر نه دی معلوم خو د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، په تیرو دوو کلونو کې یې سلګونه ماشومان د سړکونو له غاړو راټول او په بېلابېلو دولتي روزنتونو کې یې د زده کړو په موخه شامل کړي دي.

د کندهار کاراو ټولنیزو چارو ریاست د کار آمر مولوي محمد یوسف محمد وايي: « په کندهار کې پر درنو کارونو بوخت ماشومان ټول موږ ښاورنو ته استولي، څوک مو روزنتونونو، څوک وړکتون او څوک مو مدارسو ته استولي دي، ډېر کم شمېر به پاتې وي. دلته پا عینو مینه کې چې دا ځای تاسو ته به معلومات وي عربو جوړ کړی. موږ دلته ۷۰۰ یا ۸۰۰  ماشومانو ته زده کړه ورکوو او د دوی روزنه کېږي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمیرو له مخې، په ټول هېواد کې څه باندې یو میلیون ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist