Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام : افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

ملګري ملتونه: نړۍ ۷۰۰ ميليونه وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/18

د اکټوبر ۱۷مه د بې‌وزلۍ له منځه وړلو نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کيږي، افغانستان د هغو بېوزله هيوادونو له ډلې دی،چې ميليونونه وګړي یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. ملګرو ملتونو د دې ورځې په مناسبت خپور کړي راپور کې ويلي، په ټوله نړۍ کې اوس مهال ۷۰۰ ميليونه خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

په راپور کې  د هغو هېوادونو نومونه نه دي یاد شوي چې د نورو په پرتله يې زيات خلک له فقر سره مخ دي.

د راپور یوه برخه:« په ټوله نړۍ کې د اټکل له مخې نږدې ۷۰۰ ميليونه خلک په سختې بې وزلۍ کې ژوند کوي چې ډېری يې سخت حالت کې کار کوي.»

د ملګرو ملتونو اړونده ادارو د پخوانيو راپورونو پربنسټ افغانستان هغه هېواد ښودل شوی وو چې له ۹۰ سلنه زيات وګړي یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند لري.

د اقتصادي چارو تحليل کوونکي پر افغانستان د نړیوالو له خوا لګیدلي اقتصادي بندیزونه، پر بانکي سیستم محدودیتونه په هېواد کې لسیزې جګړې ، وچکالي او د کاري فرصتونو نشتون هغه لاملونه يادوي چې افغانان يې له بې وزلۍ سره مخ کړي دي.

 د اقتصادي چارو تحلیل کوونکی نورالله عزیز وايي:« د نړیوالو مرستو کمېدل، د نړیوالې پانګې نه موجودیت، په افغانستان کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې کمېدل، پر لوړه کچه د فساد موجودیت او ترڅنګ یې د افغانستان په اساسي او زیربنايي پروژو کې د پانګونې کموالی ټول هغه څه دي چې په افغانستان کې یې د غربت د کچې د لوړالي لپاره فرصتونه برابر کړي دي.»

په افغانستان کې د بې وزلۍ مخنيوي لپاره غوښتنې دا دي چې سرپرست حکومت دې په ملي او لويو پروژو کار پیل کړي او هغو خلکو ته دې د کار زمينه برابر کړي چې د فقر  تر کرښې لاندې ژوند کوي.

  د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« په افغانستان کې اوس مهال بې وزلي او بېکاري ده او دغه ټولې هغه ستونزې دي چې افغان ولس او نړۍ ته ور تر غاړې دي او نړۍ یې د خوړو له کمښت سره مخ کړې ده. د دې لپاره چې افغانستان کې  د دغې بې وزلۍ او بېکارۍ مخه ونیول شي، ښه به دا وي چې هغه بنسټونه چې د جګړې په جریان کې له منځه تللي بېرته ورغول شي، کرنې ته پراختیا او پرمختیا ورکول شي او له همدې لارو کېدلی شي چې د بېکارۍ او بې وزلۍ  ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي.»

بل لورته د اقتصاد وزارت مسوولين په هېواد کې د فقر کچې لوړوالي  لامل هغه بنديزونه يادوي چې د نړيوالو له لورې  د هېواد په سياسي، اقتصادي او بانکي سيستم وضع شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د خوړو نړيوال پروګرام په افغانستان کې د نفوس يو پر درېيمه برخه کافي خوړو ته له  لاس رسي بې برخې بللې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist