Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
آل ثاني: که اسلامي امارت غواړي د نړیوالې ټولنې غړی شي باید له نړۍ سره همکاري وکړي

قطر افغانستان کې د پرمختګ او سولې لپاره خپله ژمنه بیا تازه کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/17

د قطر لومړي وزیر اوبهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینرلي اوغلو سره کتلي.

د قطر  بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ناسته کې دواړو لورو افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو پر سر خبرې کړي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، آل ثاني له افغانستان سره د قطر ژمنې بیا تازه کړې او  د ثبات لپاره د ملګرو ملتونو هڅو ملاتړ یې کړی دی.

د خبرپاڼې یوه برخه: « لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر دغه ناسته کې د افغانستان د خلکو په وړاندې د قطر ټینګ ملاتړ او دریځ بیا تازه کړ ترڅو دوی وکولی شي پرمختګ او سوکالي ترلاسه کړي. هغه همدارنګه په افغانستان کې د امنیت او ثبات رامنځته کولو لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ وکړ.»

دا چې اسلامي امارت له قطر او قطر بیا له نورې نړۍ سره ښې او مثبتې اړیکې لري نو د شنونکو په باور د یاد هېواد چارواکو ورته څرګندونې د افغانستان په ګټه او کولی شي نور هېوادونه له افغانستان سره ښو اړیکو ته وهڅوي.

 د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« دا چې نړیوالو سره خبرې اترې کوي او نړیوال هم په قطر باور کوي، ځکه چې نږدې اړیکې لري او د زبرځواکو هېوادونو، لکه امریکا او بریټانیا سفارتونه هم په قطر کې فعاله دي؛ نو کله چې دوی وايي موږ یې ملاتړ کوو او په افغانستان کې سوله او ثبات غواړو نو هرومرو نور هېوادونه هم دې ته پاملرنه کوي او دا د افغانستان د دولت او ملت په خېر ده.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر بیا په دې باور دی چې قطر کولی شي د افغانستان ستونزو حل کې مهم رول ولري او  د یوه بې طرفه هېواد په ډول له افغانانو سره  ښه برخلیک کې مرستې وکړي.

پیګیر زیاتوي: « قطر کولی شي د افغانستان د قضیو په هوارولو کې بنسټيز رول ادا کړي.»

دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي د قطر له ملاتړ مننه کړې او په افغانستان کې یې د ثبات او سولې پر سر ټینګار کړی.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist