Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: افغانستان د نړۍ له هغوهېوادونو دی چې د اقليمي تغیراتو له امله زيات زيان ویني

حقاني: افغانستان د نړۍ له هغوهېوادونو دی چې د اقليمي تغیراتو له امله زيات زيان ویني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/17

اقليمي تغیرات چې د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې  اغیرې کمې او معمول ګڼې کيږي خو د افغانستان په څير په بې وزله هېوادونو کې د بدلون پایلې له ويجاړونکو او وژنکو اغیزو سره تړلي دي.

 تازه د چاپیريال ساتنې ملي ادارې مسوولينو د اقليمي بدلون او پر افغانستان د پايلو په تړاو جوړ شوې کنفرانس ته وويل، د نړيوالو بنسټونو وروستيو څېړونو پر اساس افغانستان د نړۍ څلورم هغه هېواد دی چې د اقليمي تغیراتو له امله یې زيات زيان ليدلی دی.

د چاپیريال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري مرستيال عبدالسلام حقاني وايي: « د څېړنو له مخې او یا د ملګرو ملتونو د کنفرانسونو او د هغوی د خپل اقرار له مخې افغانستان شپږم هېواد دی، چې د اقلیمي بدلونو له امله زیانمن دی، ان په اوسنیو څېړنو کې څلورم هېواد ته رسېدلی او په نړۍ کې څلورم هېواد افغانستان دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر اغېزمن دی.»

بل لورته په هېواد کې د چاپیريال ساتنې  په برخه کې فعالو موسيسو مسوولين وايي، د اقليمي اغیزو اود خطراتو څخه مخنيوي په تړاو د عامه پوهاوي ټیمونه جوړ کړي دي او هڅه کوي چې  د هېواد په لرو پرتو سيمو کې د خلکو عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.

د ټي.ايل.او موسسې مرستيال عبدالرحيم خرم وايي: « د عامه پوهاوي په برخه کې دې له موږ سره ډېره همکاري وشي، د راډيو او ټلویزیون، بیلبورډونو او نورو لارو دې د عامه پوهاوي کچه لوړه او خلک له دې خبر شي چې د ژوند چاپېریال څه دی او د اقلیمي بدلونونو خطرونه څه دي. موږ په خپلو سترګو هر څه وینو چې څومره بدلونونه رامنځته شوي، ورښت نشته، په ژمي کې واورې نشته، بې وخته زلزلې، بې وخته سخت ورښتونه…»

د اروپايي ټولنې شارژادفیرې رافایلایودیس ياد کنفرانس  ته په وينا کې وويل چې په افغانستان اقليمي  تغیراتو اغیزې زياتې دي او اروپايي تولنه د دې خطراتو د مخنيوي په برخه کې د افغانانو ملاتړ ته چمتو ده.

هغې زیاته کړې:« په افغانستان کې د اقليمي بدلونونو او اغیزو زيات قربانيان ښځې او ماشومان دي، له همدې امله د دې ستونزي مخنيوی د اروپايي تولنې په لومړيتوبونو کې ده  او هڅه کوو چې په دې برخه کې د ځينو پروژو  مالي ملاتړ وکړو تر څو افغانان د چاپیريال له خطراتو وژغورل شي. موږ نه غواړو چې له افغانستان سره خپلې مرستې سياسي کړو، روان کال د ۳۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو مرستې په لاس لرو.»

د دې ادارې مالوماتو له مخې، په تیر يوه کال کې د اقليمي تغیراتو او بې موسمه بارانونو له امله ۱۷۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۵ زره هتکاره ځمکه د سیلابونو له امله له منځته تللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist