Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې

ملګرو ملتونو بغلان کې د وروستۍ چاودنې عاملینو مجازات کېدو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/16

د بغلان ولایت مرکز پلخري ښار کې د امام زمان پر جومات د تېرې جمعې ورځې چاودنې، چې له امله يې ۷ تنه لمونځ کوونکي شهيدان او ۱۵ نور ټپيان شوي، بېلابېل غبرګونونه پارولي دي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا دغه بريد ترهګريز او د ټولو انساني نورمونو خلاف او د نه توجيح وړ عمل بللی دی.

یادې شورا ټينګار کړی دی چې د دې پېښې عامل بايد پيدا او سخت مجازات شي.

 د سیاسي کارپوهان د يادې پېښې په ګډون روان کال کې ترسره شوي ورته خونړي بريدونه د يوې ډلې له توان وتلی کار بولي او زياتوي، چې د يادو بريدونو تر شا حتما د سيمه‌ييزو او نړيوالو استخباراتو لاسونه موجود دي.

د سياسي چارو کارپوه موسی سعادت وايي: « زه ویلی شم چې اوس هم داعش یوازې او یوازې د طالبانو د ځپلو او پر دوی د فشار راوړلو لپاره همدا د پاکستان او سیمې د استخباراتو لوبه ده، چې پرمخ یې وړي او اکمالات، تجویز او تمویلوي یې څو پر طالبانو فشارونه وارد کړي.»

ځينې نور بیا په افغانستان کې د خونړيو بريدونو منشا له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو پر ترينګلتيا پورې تړي او وايي، هغه مهال چې د افغانستان او يادو هېوادونو مناسبات خراب شي، نو افغانستان يې بيه په خونړيو بريدونو کې په لوړو تلفاتو سره پرې کوي.

د سياسي چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت وايي:« وروستۍ پېښې دا ثبتوي چې داعش نه بلکې یوه استخباراتي لوبه ده او دا اوس هم زموږ د ګاونډي پاکستان له لوري د ګواښ یوه سرچینه ده، چې د افغانستان چارواکي په ځانګړې ډول استخباراتي اداره باید ورته پاملرنه وکړي.»

خو د افغانستان سرست حکومت بيا په افغانستان کې هغه عناصر ناتوانه بولي، چې په ترسره شویو خونړيو بريدونو کې يې لاس دی.

د چارواکو په خبره ياد عناصر او په ځانګړې توګه داعش محاربوي ځواک وېل شوی او پر باور يې د خپل ضعف ښودنې په موخه، د ملکيانو د راټولېدو ځايونه او يا هم مقدس اماکين په نښه کوي.

د اسلامي امارت وياند  ذبيح‌الله مجاهد وايي:« دا چې په یوه لرې ولایت کې چاودنه کېږي، د دې مانا دا ده چې دوی بل ځای یا موخې ته رسېدلی نه شي او دومره ځواک او قوت هم نه لري، مسجد کې چاودنه کول د یو ماشوم کار هم کېدلی شي یعنې یو ډېر کمزوری کس هم دا کار کولی شي؛ خو بیا هم ان شاءالله د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه ورته متوجې دي ډېر ژر به یې ځاله پيدا او د سزا په عمل به یې رسوي. دا کومه د وارخطايي خبره نه ده او نه د دې مانا لري چې دوی په قوت کې دي.»

د روان لمريز کال په لړ کې د بغلان پر پېښې سربېره څو خونړي بريدونه شوي، چې پر لسګونه ملکي وګړو سربېره يو شمېر حکومتي لوړو چارواکو هم په کې ژوند بايللی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist