Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اکتوبر ۱۵مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ

د اکتوبر ۱۵مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/16

د اکتوبر ۱۵ چې د کلیوالو ښځو په نوم نومول شوې هر کال د نړۍ ګڼوهېوادونو کې د هغو بنسټونو  لخوا نمانځل کیږي چې د ښځو حقونو برخه کې فعالیت کوي خو له دې ورځې افغانستان کې یوازې یادونه کیږي ان ډېری ښځې ترې ناخبره دي.

د میلیونونه افغان ښځو د ژوند اصلي انځور همدا دی چې په کلیو او بانډو کې نالوستې پاتې دي، ځينو سیمو کې پرې درانه کارونه کیږي، جګړې ترې اولادونه اخېستي، فردي ازادي نه لري، روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی محدود او ان په نشت حساب دی.

د ښځو حقونو فعالانې وايي، تیرو ۲۰ کلونو کې په میلیونونه ډالر ولګول شول خو دا هر څه پروژه ‌ای ول.

د ښځو حقونو فعاله روح‌ ګل افغان وايي: « د افغانستان کليو او بانډو او په ځانګړي ډول ښځو ته هېڅ توجو نه ده شوې او د ښځو ژوند تل تر ګواښ لاندې دی. د دوی هغه فرهنګ او کلتور چې په خپلو ځمکو او باغونو کې یې کار کاوه، ان دغه امکانات هم ترې اخېستل شوې دي.»     

تیرو دوه لسیزوو کې د کلیوالي ښځو د ژوند ښه والي لپاره د وخت حکومت او نړیوالو سازمانونو او هېوادونو لخوا ځینې پروژې عملې شوې خو ګټې یې اوږدمهالې نه وې او نه یې کلیوالي مېرمنې له ستونزو اېستلې دي.

له زده کړو محرومیت، په بدو کې د ښځو ورکول او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته نه لاسرسی هغه لویې نننګونې دي چې افغانستان کې ډېری کلیوالې مېرمنې ترې کړیږي.

د ښځو حقونو فعاله ثرايا پيکان وايي: « زموږ هېله دا ده چې سرپرست حکومت د هېواد د اقتصاد په پرمختیا او پراختیا کې د کلیوالي ښځو فعالتیونه له پامه ونه غورځوي. په کلیو کې د دوی د فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي، ان داسې مرکزونه دې ورته فعال کړي، چې هلته دوی په اسانه توګه خپل فعالیتونه پرمخ یوسي او کار وکړي. د کلي او ښار او د ښاري او کلیوالي ښځو ترمنځ فاصله باید له منځه لاړه شي او رو رو له ساده کارونو عصري او تخنیکي فعالیتونو ته ورسېږي او خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.»

یو شمېر ښځې له سرپرست حکومته غواړي چې د کلیوالي ښځو ژوند ته دې پاملرنه وکړي ترڅو د هېواد د کرنې، صنعت او اقتصادي پرمختګ کې فعاله ونډه ولري.

 دوی نیوکه لري چې د ښځو په نوم مناسبتي ورځې دې نمایشي نه نمانځل کیږي او په ریښتینې توګه دې د مېرمنو لپاره بنسټیز کار وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist