Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جاپان د هرات له زلزله ځپلو سره د بېړنیو توکو مرسته وکړه

جاپان د هرات له زلزله ځپلو سره د بېړنیو توکو مرسته وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/15

د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو د دوام په لړ کې دا ځل جاپان د سره صلیب د نړیوال فدراسیون په غوښتنه په افغانستان کې د خپل سفارت له لارې مرسته کړې، چې په دې مرستو کې خېمې، کمپلې، توشکې، ترپالونه او نور توکي شامل دي.

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا افغاني سرې میاشتې ټولنې ته د دغو مرستو د سپارلو پر وخت په هرات کې له زیامنو افغانانو سره د خواخوږۍ ښودلو ترڅنګ، په راتلونکي کې د خپل هېواد د لازیاتو همکاریو او مرستو د دوام خبر ورکړ.

اوکادا زیاته کړې:« موږ پوهېږو چې په هرات کې زرګونه کورونه له منځه تللي او ګڼ شمېر افغانان بې کوره شوي دي. موږ هېله من یوو چې دغه مرستې به له هغو کسانو سره څه نا څه مرسته وکړي، چې په وروستیو زلزلو کې یې ډېر څه له لاسه ورکړي، چې نن یې موږ دغه مرستې د سره صلیب نړیوال فدراسیون او افغاني سرې میاشتې ټولنې ته سپارو، چې دوی به یې پر زیامنو کسانو ووېشي. دا به له زیانمنو سره د جاپان وروستۍ مرسته نه وي.»

د افغان سره میاشتې مسوولین د جاپان له دې مرستې د مننه ترڅنګ له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي، چې په دې سخت وخت کې د هرات له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې ونه سپموي.

د دې ټولنې د عملیاتي برخې مرستیال عبداللطیف ثابت وایي، تر دې دمه ورسره لسګونه مرستندویه بنسټونو مرسته کړې چې ډېر ژر به يې د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې وویشي.

د دې تر‎څنګ افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوال فدراسیون استازی نېسفور مګېنډې وایي، په هرات کې وضعیت ناوړه دی چې په خبره یې د پېښ شوي وضعیت د کنټرول لپاره د نړیوالو نورو مرستو ته بېړنۍ اړتیا لیدل کیږي.

هغه زیاتوي:« د جاپان له لوري ترسره شوې دغه مرستې به په هرات کې د زلزله ځپلو د ناوړه وضعیت په ښه کولو کې یو څه مرسته وکړي. جاپان نه یوازې نن بلکې په تېر کې هم له اړمنو افغانانو سره مرستې کړي، چې د پکتیکا د تېرکال له زلزله ځپلو سره مرستې یې یوه بېلګه ده. د دې ترڅنګ موږ په هرات کې د زلزله ځپلو بد وضعیت د راکابولو په موخه په بېړني ډول نورو نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو ترڅو ورسره پیښ شوی بد وضعیت کنټرول کړو.»

د دې ترڅنګ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ د هرات په زنده جان، انجیل او نورو زلزله ځپلو سیمو کې د روان ناوړه بشري وضعیت د کابو کولو لپاره د څه باندې ۱۴ میلیونه ډالرو بېړنیو مرستو غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist