د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو سترې کمېشنرۍ ( یو.اېن.ایچ.سي.آر) په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو لپاره ۱۴.۴ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې.
د یادې کمېشنرۍ افغانستان څانګې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا بېړنۍ مرسته یې د دې لپاره غوښتې، تر څو ژر تر ژره د زلزله ځپلو لاسنیوی وشي.
ورته مهال د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې (اوچا) بیا ویلي، په هرات کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۴۰۰ او د ټپیانو شمېر ۱۸۵۰ تنو ته رسېدلی دی.
د اوچا په وینا، د زلزلو له امله په هرات کې تر درې زرو ډېرو کورونو ته زیان اوښتی چې له دې ډلې دوه نیم زره کورونه یې په بشپړه توګه نړېدلي دي.