د پاکستان کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي ویلي، د غیر قانوني کډوالو لپاره د ورکړل شوي ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته به پاکستان د هغوی د اېستلو په برخه کې هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.
بګټي ویلي، د غیر قانوني کډوالو د اېستلو پالیسي یوازې د افغانانو لپاره نه ، بلکې ټول هغه کسان به د اکټوبر له پای وروسته له پاکستان واېستل شي چې په دې هېواد کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري.
د پاکستان سرپرست حکومت د اکټوبر په پیل کې یو اعشاریه اووه میلیونه افغانانو ته چې د دوی په وینا په یاد هېواد کې د اوسېدو لپاره قانوني سند نه لري خبرداری ورکړی، چې د دې میاشتې تر پایه له پاکستان ووځي، ګنې دوی به یې په زور وباسي.