Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسیه: امريکا او بريټانيا د افغانستان شمال کې وسله‌وال ځای پر ځای کوي

روسیه: امريکا او بريټانيا د افغانستان شمال کې وسله‌وال ځای پر ځای کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/14

د روسیې فدرالي امنیت ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف ادعا کړې، چې د امریکا او بریټانیا استخباراتي ادارې په افغانستان کې د حضور په لټه کې دي او ان د نوموړي په خبره يادې استخباراتي ادارې په افغانستان کې د پوځي اډو پر لرلو غور کوي، چې په دې توګه غواړي په افغانستان او سيمه کې بيا ناامني رامنځته کړي.

بورتنیکوف زیاته کړې:« د  امریکا او بریټانیا استخباراتي ادارې د افغانستان په شاوخوا کې د وضعیت په بې ثباته کولو کې مخکښ رول لري. سي.آی.اې او ام-۱۶ د افغانستان په یو شمیر کلیدي ولایتونو کې خپل استخباراتي حضور بېرته ټینګوي او په دغه هېواد کې د امريکا د پوځي اډو د بيا جوړولو پر امکان غور کېږي.»

دې روسي چارواکي ویلي، د امریکا اصلي موخه د افغانستان شمال ته د پرتو هېوادونو د بې ثباته کول او د دې کار لپاره يې د عراق او سوریې په ګډون له نړیوالو ترورستي سازمانونو سره د سربازګيرۍ لړۍ پیل کړې.

بورتنیکوف ویلي، دغه وسله‌وال په پرمختلو وسلو سمبال او په منظمه توګه د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای کېږي.

هغه زیاته کړې:« د دوی اصلي هڅې او تمرکز په سوېلي سرحدونو کې د بې ثباتۍ کمربند جوړول دي، چې په همدې موخه په عراق، سوريې او يو شمېر نورو اسيايي او افریقايي هېوادونو کې له نړيوالو تروريستي سازمانونو څخه د وسله‌والو د جلب او جذب او د افغانستان په شمال کې یې د ځای پر ځای کول لړۍ روانه ده.»

ومو غوښتل په دې تړاو د اسلامي امارت نظر واخلو خو بریالي نشو. خو د چارو شنونکي ورته ادعاوې حقیقت بولي او په باور یې خپله روسیه هم دې برخه کې لاس لري او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ځینې ډلې روزي.

غوښتنه دا ده چې نور باید د افغانستان حکومت او خلک د پردیو سیاستونو ښکار نه شي او د امنیت ګواښوونکو ډلو د ځپلو لپاره لاس په کار او د روسیې په ګډون هېچاته اجازه ور نه کړي، چې په یوه او بل نوم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist