Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عباس ستانکزی: پاکستان له افغانانو دوامداره سیاسي استفاده کړې

عباس ستانکزی: پاکستان له افغانانو دوامداره سیاسي استفاده کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/12

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معين د چهارشنبې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د تلې پر ۱۹ مه) د قوش تېپې کانال د لومړي فاز د ګټې اخېستنې په اړه جوړو شویو مراسمو کې یو ځل بیا په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې پر ناوړه چلن سخته نیوکه وکړه.

عباس ستانکزی وايي، له افغان کډوالو سره روان چلن د هغه تړون خلاف دی، چې د داوړو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سترې کمېشنرۍ ترمنځ شوی دی.

ستانکزي زیاته کړې: « موږ په جدیت سره د دواړو ګاونډيو هېوادونو له حکومتونو او له امنیتي ځواکوانو دا ېیله کوو چې ژر تر ژره د کډوالو نیول بند کړي، زندانیان بېرته خلاص کړي. دا کوم عمل چې دوی کوي دا خلاف د هغه پرتوکول او قرارداد  دی چې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د (یو.این.ایچ.سي.ار) ترمنځ لاسلیک شوی وه.»

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني د ملګرو ملتونو د کډوالو له ستر کمېشنر فیلیپو ګرانډي سره په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې اترې کړې دي.

درانی وايي، د یادو خبرو اصلي محور په افغانستان کې د هغو لارو چارو پیدا کول وو، چې په داوطلبانه ډول افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.

درانی زیاتوي:« نن مو په جینوا کې د کډوالو له ستر کمېشنر فیلیپو ګرانډي سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسني وضعیت او افغانستان ته د هغوی د داوطلبانه ستنېدو د عواملو د رامنځته کېدو په اړه خبرې اترې وکړې.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معين شمېر محمد عباس ستانکزی ټينګار کوي، چې پاکستان د افغان کډوالوسره د پیل کړي چلن له لارې غواړي د افغانستان پر اوسني حکومت سیاسي، اقتصادي او نور فشارونه وارد کړي.

د عباس ستانکزي په خبره، که ګاونډي هېوادونه هر ډول ستوتزې لري، دوی ورسره مرستې کولو ته چمتو دي؛ خو د اسلامي امارت ځینې د ضعف نقطې دې د ابزارو په توګه نه کاروي.

هغه زیاته کړه: « د سیمې هر هېواد او ګاونډی که وغواړي اسلامي امارت دې ته حاضر دی، چې دوی سره د امنیت او اقتصاد په ښه کولو او د سیاست په رغولو کې مرسته او همکاري وکړي؛ خو که څوک دا هڅه کوي چې د خپلو خلکو فکر او نظر او د نړیوالو نظر بلې خوا ته واړوي او بې ځایه تورونه لګوي زما په نظر دا د حل لاره نه ده او دا به ستونزې نورې هم زیاته کړي.»

د قوش تېپې کانال په دغو مراسمو کې سیاسي معین عباس ستانکزي پر ملګرو ملتونو او نړیوالو غږ وکړ چې د فلسطین پر وړاندې د اسرائیلو بریدونه او زور زیاتی ودروي.

نوموړي زیاته کړه: « موږ له خپلو فلسطیني وروڼو سره خواخوږی لرو، دعا ورته کوو او همدارنګه په نړیوالوغږ کوو چې ژر تر ژره د اسرائیلو د ظلم مخه ونیسي او پر فلسطینیانو نور بمبار ونه کړي او زموږ مسلمان وروڼه ونه وژني ، که نه له دې به لویه لانجه او کشاله جوړه شي، چې بیا به یې مهارول د نړۍ او ملګرو ملتونو په وس کې هم نه وي.»

پاکستان د روانې اکټوبر میاشتې تر وروستۍ نېټې له یاد هېواد افغان کډوالو ته د وتلو مهلت ورکړی دی. د افغان حکومت له فشارونو او د نړیوالو تړونونو باوجود پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې روان چلن  نه دی درولی او پر خپله پرېکړه ولاړ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist