Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاقزی: اساسي قانون د حکومتولۍ اساس دی او د قوانينو پلي کولو لپاره باید رامنځته شي

اسحاقزی: اساسي قانون د حکومتولۍ اساس دی او د قوانينو پلي کولو لپاره باید رامنځته شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/12

د افغانستان پرمختګ لار تر عنوان لاندې د علومو اکاډمۍ له لورې جوړ شوي یو ورځني سیمنار کې د صنعت او اقتصاد، زراعت او مالدارۍ، روغتیا، اوبو مدیرت، تعلیم او تربیې او ټولنیزې برخې هغه موارد ول چې پرې بحثونه او مقالې واورل شوې.

د علومو اکاډمۍ  مرستیال محمد علم اسحاقزی وايي، د افغانستان پرمختګ او ستونزو حل په موخه اساسي قانون ته اړتیا لري او دا چاره د پرمختګ او ښې حکومتوالۍ لامل ګرځي.

اسحاقزی زیاتوي:« زموږ بله اساسي موضوع دا ده چې په افغانستان کې د ښه حاکمیت او ښه حکومتدارۍ په خاطر باید  پر نوي اساسي قانون کار ترسره شي. د اساسي قانون تسجیل او تصویب به د ټولو ملکي او نظامي ادارو وظایف او وجایب روښانه کړي او د هغې په رڼا کې به زموږ کاري ظرفیتونه ورځ تر بلې پراختیا پيدا کوي.»

د روغتیا او صنعت برخې متخصیصنو بیا د خپلو مقالو په برخه کې د هغو مواردو یادونه کړې چې دغه سکتورونه ورته ضرورت لري، وایي ستونزې او فرصتونه یې په ګوته کړې او ښه پایله به ولري.

د صنعت د برخې متخصص شوکت الله عابد وايي: « موږ په مقاله کې د صنعت د سکتور مختلف ابعاد رانغښتې دي، دا چې په افغانستان کې کوم عمده فرصتونه شته، کومې ننګونې موجودې دي. که دا د دولتي او سکټوري ادارو له لوري جدي تعقیب شي نو بې له شکه هغه طرحې او برنامې چې په راتلونکې کې جوړېږي او ستونزې او ننګونې په نښه کېږي د هغې لپاره زموږ وړاندیز شوې لارې او همداسې نورې احتمالي حل لارې ورته وړاندې کېږي.»

د روغتیا د برخې متخصص احمد شاه عمر وردګ وايي: « د افغانستان د پرمختګ لارې مختلفې دي، روغتیايي سکټور په ټوله نړۍ کې د پرمختګ ډېره مهمه سرچینه ګڼل کېږي، ځکه چې د اقتصادي پرمختګ او د دوامدارې پرمختیا له اساسي شرطونو څخه ده او د انسانانو د لومړني اساسي حق په توګه تل د نظامونو په لومړیتوب کې ځای لري.»

د اوبو برخې ځانګړی کارپوه او متخصص حامد امان بیا د افغانستان اوبه په ګاونډ کې بې سارې او د ډېرې لويې ګټې اخېستنې وړ وبللې او په خبره يې طرحې او د پرمختګ لارې یې شریکې کړې، خو وايي هېله ده د تطبیق برخه کې يې همکاري وشي.

د اوبو برخې متخصص حامد امان وايي: « که موږ وکولی شو خوږې اوبه  په ډېرې کمې تصفیې سره نورو هېوادونو ته صادرې کړو نو دا به د افغانستان په اقتصاد کې رغنده رول ولري، همدارنګه د برېښنا په برخه کې ویلی شو، که موږ د افغانستان په سندیزو حوزو بېلا بېل بندونه جوړ کړو، تاسې به د بېلا بېلو بنسټونو مقدماتي سروې لیدلې وي، چې نږدې د ۲۳ زره میګاواټه برېښنا تولید لري.»

د علومو اکاډمۍ مسوولین هم ډاډ ورکوي چې د افغانستان پرمختګ لار په سیمنار کې ټولې څېړنې مقالې او د بېلا بېلو برخو جوړې شوې طرحې به اړوندو ادارو سره شریکې کړي، څو په راتلوونکې کې په تطبیقي پروژو کې ورڅخه ګټه واخېستل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist