په کابل کې د سه شنبې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د تلې پر ۱۸مه) د لویې جرګې په تالار کې د علماء او متنفذینو ناسته د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له لورې جوړه شوه، چې ګڼو دیني عالمانو او د کابل ښاریانو په کې ګډون کړی وه.
د کابل والي شیخ قاسم خالد ناستې د وینا پر مهال د افغانستان ګاوڼدیان اسرائیل صفته یاد کړل او په ایران او پاکستان کې یې د افغان کډوالو سره چلن د نه منلو وباله.
خالد زیاته کړه: «پاکستان دی او که ایران دی دا ۲۰ کاله او تر دې مخکې د دې دواړو هېوادونو مسلمانانو په هره برخه کې افغانستان د مسلمانانو ملاتړ کړی دی؛ خو د دې دواړو هېوادونو حکومتونه یقیناً اسرائیل پرسته خلک دي، دا کوم وحشت او ظلم یې چې نن پر افغانانو روان کړی دی دا د زغم وړ نه دی.»
د کورنیو چاروسرپرست وزیر سراج الدین حقاني بیا د اسلامي امارت مسوولین خلکو سره غوره چلن ته رابلل او زیاته یې کړه چې په تېرو دوه لسیزو کې د دوی پر وړاندې منفي پروفاګنډ شوی هغه څه چې ریښتیا نه ول.
حقاني زیاتوي: « دا چې تاسې د علماوو ترڅنګ پاتې شوي یاست او کوم عادتونه لرئ دا ستاسې دوښمنانو په خوراۍ او په زور بدل نه کړل او همدا لامل دی چې نن الحمدالله موږ او تاسې د نړۍ د دوښمنانو پر وړاندې په خپل دین او دیني مسوولیت کې ثابت پاتې شوې یو.»
د ناستې ولسي ګډونوالو بیا د اسلامي امارت مشرتابه هغه فرمان د پلي کېدو غوښتنه وکړه چې د خلکو پر مخ باید تل د حکومتي ادارو دروازې پرانېستې پاتې شي.
د کابل ګذر وکیلانو مشر ببرک ساپی وايي: « خلکو ته باید د مسوولینو دروازې خلاصې شي. که یو څوک یوې حوزې یا د یوه وزارت دروازې ته خپل شکایت وړي ورته وايي رابطه وکړه، نو رابطه څنګه وشي نه د موبایل شمېره شته، نه اړیکه شته او نه کومه پېژنګلوي شته، دا هر څه باید د امیرالمومنین له فرمان سره سم برابره شي، چې ویلي یې دي د هر وزارت او ادارې دروازه باید د خلکو پر مخ خلاصه وي.»
د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي بیا له چارواکو وغوښتل چې بې ځایه مېلستیاو ته دې نه ځي او خلک یې د اسلامي امارت ننګې ته راوبلل.
حنفي زیاته کړه: « مسوولین دې زیات مېلمستیا ته نه ځي په ځانګړې ډول هغه کسان چې یوه ښه سابقه او تاریخ لري.»
د ناستې ویناوالو او ګډونوالو پر فلسطین د اسرائیلو برید غندنې ترڅنګ په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې پر اسلامي امارت د بندیزونو پرځای همکاریو او اړیکو ته راوړاندې شي.)