Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
غزني ولایت کې هم د هرات زلزله ځپلو لپاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل شوی

غزني ولایت کې هم د هرات زلزله ځپلو لپاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/11

د نورو ولایتونو ترڅنګ په غزني ولایت کې هم د هرات له زلزله ځپلو کورنيو سره د مرستو راټولولو کمپاين پيل شوی دی.  

د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي، له خپلو زلزله ځپلو هېوادوالو سره د خپلې وسې مطابق مرستې ته لېوال دي او له نورو هېوادوالو هم غواړي، چې په هرات کې له زيانمنو شویو کورنيو سره مرستې وکړي.

د غزني یو تن اوسېدونکی وايي: « موږ دلته راغلو او د هرات له زلزله ځپلو سره مو د خپل وس مطابق مرسته وکړه او له نور هېوادوالو هم غواړو چې خپلې وسې سره سم، له دوی سره مرسته وکړي.»

له دې سره هغوی چې د مرستو راټولو مسووليت يې پر غاړه اخېستی وايي، نه يوازې نغدي، بلکې د زلزله ځپلو کورنيو وضعيت ته په کتو د لومړنيو توکو راټولول يې هم د مرستو په راټولولو کې شامل دي.

 د مرستو راټولوونکی نقيب يون وايي: « موږ له تېرې ورځې راهیسې کله چې په هرات کې خونړۍ زلزله رامنځته شوه او له امله یې ګڼ شمېر هېوادوال ټپيان او شهیدان شول؛ نو موږ د زلزله ځپلو لپاره د مرستو راټولو په موخه دا پرېکړه وکړه  چې یوه کمېټه مو جوړه کړو او له دې لارې وکولی شو څو نغدي مرسته او همدارنګه د اړتیا وړ لومړني توکي راټول کړو.»

د غزني ځايي مسوولین بيا خبر ورکوي، چې د ياد ښار په بېلابېلو ناحيو کې يې د مرستو راټولولو صندوقونه اېښي دي.

دوی ټينګار کوي، چې په دغسې شرايطو کې بايد مرستې د قومي او سمتي تفکر پر اساس نه بلکې د ملي يووالي په حفظولو سره د انساني خواخوږۍ له مخې ترسره شي.

د غزني اطلاعاتو او کلتور رئيس حميدالله نثار وايي: « موږ د غزني ښار په ډیری برخو کې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په موخه خیمې او صندوقه کېښودل او له سهار راهیسې  د غزني ډېری کسانو د خپل وس مطابق مرسته کړې. له ټولو هېوادوالو او په ځانګړې ډول د غزني له ولسونو مو هېله دا ده، چې د انساني خواخوږۍ له مخې د هرات له دغه غمځپلي ولس سره همکاري وکړي او د خپلې وسې سره سم، د هغوی لاسنیوی وکړي.»

که څه هم حکومت په هرات کې د زلزلې ځپلو کسانو تازه ارقام نه دي ورکړي، خو د تېرو خپرو شویو شمېرو له مخې، د هرات په زنده‌جان او نورو ولسواليو کې د خونړۍ زلزلې له امله شاوخوا څلور نيم زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist