Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان د مقاومت نومې ډلې سیاستونه افغان دښمنه بولي

کارپوهان د مقاومت نومې ډلې سیاستونه افغان دښمنه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/09

د شورای نظار پخواني قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود چې په فرانسه او نورو اروپايي هیوادونو کې ژوند کوي او ځان د مقاومت په نوم جبهې مشر ګڼي، په خپلو وروستیو څرګندونو کې یې له افغانیت انکار کړی او افغان کډوال یې د ایران په ژبه افغانستاني یاد کړي دي چې د خپلو هم فکر ملګرو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی ی .

همدا راز نوموړي دا هم ویلي چې د افغانستان اوسني نظام پر وړاندې له اسرائیلو هم مرسته اخلي چې دا خبره یې ماشومانه یاده شوې او سختو مخالفتونو سره مخ ده .

د لوګر پخوانی والي محمدحلیم فدايي چې له افغانستان وتلی او د سرپرست حکومت سیاسي مخالف یادیږي نوموړی د احمد مسعود او د هغه جبهې په تړا لیکي چې تش په نوم دغه جبهه افغان دښمنه سیاستونه لري او د افغانانو ملي یووالي پر ضد ده.

د فدايي په خبره، په حقیقت کې  د مقاومت په نوم هېڅ جبهه فزيکي حضور نه لري او که وجود هم ولري نو سیاستونه یې په افغانستاني ، خراساني او د نسل وژنو پرکلماتو ورټول دي.

هغه زیاتوي:« د مقاومت په نوم هېڅ جبهه وجود نه لري د دې جبهې ټول سیاست په افغانستاني خراساني او نسل وژنو ورټول دی او د دوی ډيپلویانو سیاستونه افغان دښمنه دي د مقاومت په نوم جبهه هڅه کوي چې په افغانستان کې ملي یووالی له منځه یوسي.»

 د سیاسي چارو کارپوهان بیا د مقاومت په نوم جبهه بهرنۍ پروژه ګڼي چې په وینا یې مشران یې د خپلو شخصي او قومي ګټو لپاره د نور هېوادونو لپاره کار کوي.

دوی په دې باور دي، هغه کسان چې د افغانستان پېژندپاڼه نه مني افغانان نه دي او د مقاومت په نوم په بهر کې ناستې څیرې هم افغانان نه دي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج  وايي: « د مقامت جبهې په نوم تر دې وړاندې د شورای نظار به نوم یا د ازادۍ جبهې په نوم ځانته ملي نومونه ورکوي.  دوی اصلاً پردي پاله دي، دوی افغانستان او د افغانستان نوم نه مني، اوس هم ځانته افغان نه وايي افغانستاني وايي او ایراني اصطلاحات کاروي. اسراییلو ته هم منډې وهي، یهودو ته هم منډې وهي او فرانسې ته هم، دوی یوازې پردۍ پروژې لري، دلته په افغانستان کې بدبختي جوړوي د خپلو شخصي ګټو لپاره دا لړۍ له ډېرې پخوا را روانه ده.»

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وایي: « الحمدالله وروسته له نیمې پیړۍ د افغانستان ملت هر ډول نیابتي او پردۍ جګړه غندي، ملي ګټو پر ضد یې ګڼي او هغوی چې لا هم د قوم، ژبې او سمت پر بنسټ سیاست کوي او دغه وسایل د واک او سقوط لپاره کاروي د افغانستان د ملت پر وړاندې محکوم دي، په ځانګړې ډول هغه خلک چې هغوی د افغانستان د تجزیې خبرې کوي، د افغانستان له هویت  یعنې د اسلامیت او افغانیت څخه منکر دي، هغوی چې د دې خاورې او تاریخ ګډې قرباني نه مني محکوم دي که له دوی څخه اسراییل، امریکا یا ناټو او یا هم مسکو ملاتړ کوي دا ټول نور ختم دي.»

ځینې بیا په دې باور دي هغه کسان چې مخالفت کوي او په دې فکر کې دي چې د بهرنیانو په زور به یوځل بیا پر افغانستان واکمن شي دا د افغانانو دښمنان دي .

په ټوله کې باور دادی چې اوس وخت د دې رارسیدلی چې ټول افغانان که هغه په کوردننه او یاهم بهر کې میشت دي باید سره لاسونه ورکړي او له جګړو راوتلی افغانستان ودان کړي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي: « جګړه د حل لاره نه ده، هر څوک چې د جګړې اور ته لمن وهي او بیا غواړي چې دلته بهرنیان راولي د هغوی پر ټانګونو سپاره راشي یا دا هېواد پر یوه بهرني هېواد وپلوري نو دوی د افغانستان دښمنان دي. افغانستان ته یوازې د سولې، وحدت او ورورولۍ لار ده او همدا لار کولی شي چې افغانان سره یو کړي.»

ځینې نور بیا وايي، ښه به دا وه چې احمد مسعود د افغان کډوالو په ستونزو خبرې کړې وی نه دا چې قومي مسایل مطرح کړي او یاهم له اسرائیلو  نه د مرستې غوښتنه.

شنونکی طارق فرهادي وايي: « د احمد مسعود په اړه زه ښه نظر لرم همداسې لکه څنګه نظر چې زه د افغانستان د ټولو ځوانانو په اړه لرم؛ خو ځېنې څرګندونې یې ثابتوي چې د افغانستان د مسایلو او د نننۍ نړۍ په اړه چې ډېر بدلونونه راغلي د نوموړي تجربه کمه ده، ښه به دا وه چې د دې خبرو پر ځای یې دوې، درې کلمې خبرې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو په اړه کړې وې.»

د پخوانۍ شمال ټلوالې ګڼ شمیر غړي او د جمهوریت مهال سیاسیون چې د اسلامي امارت له راتګ سره یې هېواد پرېښی دی او بهر کې میشت دي په مجازي نړۍ کې یې د مقاومت په نوم یې شورا جوړه کړې او اکثریت غړي یې ځانونه افغانان نه ګڼي او د افغانستان له نوم سره هم حساسیت لري.

 

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist